چارواکي: پر روغتون په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي
۱۴۰۰ آبان ۱۱, سهشنبهدغه خبره د افغانستان د عامې روغتيا وزارت یوه چارواکي وروسته له هغه د فرانسې خبري آژانس ته وکړه چې طالبانو په کابل کې د دوو چاودونو پخلی وکړ او عیني شاهدانو بیا وویل چې تر چاودونو وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوه.
يوه روغتيايي چارواکي د خپل نوم په نه ښودلو سره د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «۱۹ جسدونه او شاوخوا ۵۰ ټپیان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي.»
تر دې مخکې په ورکړل شوو رپوټونو کې ويل شوي ول چې دوې چاودنې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستريز روغتون په دروازه کې وشوې چې تر هغه وروسته د داعش ډلې څو تنه وسله وال روغتون ته داخل شول او هلته د میشتو امنتيي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.
په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون په ۲۰۱۷م کال کې هم وسله وال بريد شوی وو چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.
د طالبانو یوه چارواکي ویلي دي چې د کابل نننی برید د يو ځانمرګي بریدګر او یو شمیر وسله والو لخوا شوی دی. یاد کس چې خپل نوم يې نه دی ښودل د فرانسې خبري آژانس وويل: «دغه برید د یوه ځانمرګي بریدګر چې پر موټرسایکل سپور وو د روغتون په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو په چوولو سره پيل شو.» هغه زیاته کړې چې جګړه پای ته رسيدلې او بریدګر ټول وژل شوي دي.