ډي-دې: د هتلرد پای پیل
د ۱۹۴۴ کال د جون میاشتي پر ۶مه نېټه د آلمان پر ضد متحد هیوادونه د فرانسې نورماندي سیمې ته د هوا او سمندر له لاري ورسیدل. دا د دویمې نړیوالې جگړې د پای پیل وو.
پریکړنده ورځ
د نورمندي د نیولو عملیات له تاریخي لحاظه د «ډي-دې» په نوم یادیږي خو لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې په دې ځای کې د «ډي» هدف معنی څه ده. خو که دا هره معنی ولري، یوه خبره روښانه ده چې «ډي-دې» د جگړو په تاریخ کې یوه پریکړنده ورځ وه.
لوی ماموریت
د نورماندي ساحل په ۵۰ مایلیزه اوږدوالي کې پر پنځو ځایونو باندي د سمندر او هوا له لاري بریدونه وشول. دغو ټولو ځایونو ته بیلا بیل نومونه ورکړل شوي ول. د پوځیانو په منځ کې دغه سیمې د یوتا، گولد، سوارد، اوماها او جونو په نوم یادیدلې. په دغو عملیاتو کې پر امریکا متحده ایالاتو سربیره ۱۳ نور هیوادونه هم شامل ول.
مسئول قوماندان
د اروپا په شمال کې د متحدو ځواکونو قوماندان جنرال دویت ایسنهور، وو چې بیا وروسته د امریکا ولسمشر شو.
د هوا خراب حالات
د عملیاتو د پيل تپر مهال، په نورماندي کې سخت توپانوننه پیل شول چې له کبله يې قوماندانانو پریکړه وکړه چې عملیات یوازي یوه ورځ وځنډوي او د پلان شوې ورځ پر ځای یې د جون پر شپږمه نیټه پیل کړي.
د مرگ ژوبلې لوړه کچه
په دې ورځ شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ عسکر په پنځو بیلابیلو ځایونو کې د اوبو او هوا له لارې د فرانسې ساحل ته ورسیدل. متحده ځواکونه ساحل ته په رسیدو سره د آلماني سرتیرو له فيرونو سره مخامخ شول. متحد سرتیرو باید لومړي پرته له کوم کمینه په اوبو کې پر مختگ کړی وای او بیا هم وچې ته په رسیدو سره تر ډیره ځایه بیا پرته له کوم کمینه پر مخل تللي وای.
پراشت بازان
تر «ډي-دې» مخکې پاراشوټي عسکرو سیمې ته د هوا له لاري رسیدلي ول، څو د اتلانتیک دیوال تر شا کلیدي سیمي ونیسي. دغو پراشوت بازانو خپل مخونه په رنگ لړلي ول، څو دښمن وویروي.
هوايي او سمندري برید
په لومړي سر کې د نورماندي ساحل د متحدو ځواکونو له خوا بمبارد شو. کله چې ساحل ونیول شو نو تر۱۰۰۰ زيات جنگي بیړۍ او د ځمکني وسایطو لیږدونکي کښتې ساحل ته ورسیدې. په دغه ځای کې په زرونو ټانکونه او الوتکې هم موجودي وې.
موثر مانور
د دغو عملیاتو د کامیابۍ یو لامل دا وو چې آلماني ځواکونو د هغه تمه نه کوله. آلماني ځواکونو فکر کاوه چې دغه برید به کلایس کې ترسره شي. پر دې سربیره دا فکر هم کیدی چې د عملیاتو د ترسره کیدو نیټه به هم د جون تر شپږمې وروسته وي.
نازیان په تفریح بوخت ول
د نازیانو ډیر قوماندانان په دې خبر نه ول چې «ډي-دې» د جون پر شپږمه نیټه ترسره کیده.
ډاډه هتلر
کله چې عملیات پیل شول نو هیتلر ویده وو. د هغه قوماندانانو د دې جرأت و نه کړ چې هغه له خوبه ویښ کړي. خو کله چې هیتلر لس بجې له خوبه راویښ شو نو داسي نه ښکارېده چي ډیره اندېښنه دي ولري. کله چې هیتلر ته معلومات ورکړل شول، نو ویل کیږي چې هغه خوشحالې وښوله او ویې ویل چې تر دې ښه خبر بل نشته. هیتلر په دې خوښ وو چې بالاخره متحد ځواکونه داسې ځای ته راغلی ول چې ده ورته ماته ورکولای شوای.
اوږده جگړه
که څه هم د نورماندي جگړه د متحدینو له پاره پریکړنده وه، خو بیه یې هم ډیره لوړه وه. تر دې جگړې ۱۱ میاشتې وروسته په اروپا کې سوله اعلان شوه. ډیر عسکر له فرانسې څخه په مستقیم ډول اسیا ته وړل شوي ول، څو بالاخره د ۱۹۴۵ کال د سپتمبر میاشتې په دویمه نیټه جگړه پای ته ورسیده.
وژل شوي سرتیري
د «اور لود عملیاتو» پر مهال شاوخوا ۵۷۰۰۰ متحد سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. پر دې سربیره ۱۵۵۰۰۰ نور ټپیان شول او ۱۸۰۰۰ تر اوسه پوري هم ورک دي. په دې عملیاتو کې د آلمان ۲۰۰۰۰۰ سرتیري ووژل شول.
د ستونزو له منځه تلل
لس کاله دمخه د لومړي ځل له پاره د آلمان د حکومت یوه مشر د نورماندي د عملیاتو د لمانځلو په مراسمو کي گډون وکړ. هغه وخت د آلمان صدراعظم گیرهارد شرودر، په خپلو خبرو کې وویل: «موږ به قربانیان هیڅ کله هم له یاده و نه باسو. زه دلته تاسو ته د تيرو کلونو د پخواني آلمان استازیتوب نه کوم.»
اویا کاله وروسته
سږ کال د فرانسې ولسمشر د نورماندي د لمانځني مراسمو له پاره ډیر نړیوال مشران دعوت کړي دي.