1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: افغانستان د څه ډول اقتصادي وضعیت سره مخ کېدونکی دی؟

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

د افغانستان د مالیي وزارت وایي، د کرونا له امله د هېواد په ملي عوایدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د کرونا د بحران پرمهال او ترهغه وروسته، افغانستان د څه ډول اقتصادي وضعیت سره مخ کېدونکی دی؟ د حکومت مسؤلیتونه څه شي دي؟

https://p.dw.com/p/3b8tA
Afghanistan Kabul Verkehr Stau
انځور د آرشيف څخه دیانځور: Getty Images/AFP/D. Berehulak

د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له ویرې د نورې نړۍ په څیر د افغانستان اقتصادي وده، سوداګري او کاروبار تقریبأ په ټپه ولاړ دي.

ددې وژونکې ناروغۍ تر راتګ وړاندې افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۶۲ سلنه اټکل شوې وه، خو په دې اړه وروستی موندنې ښيي چې یواځې تېره میاشت په دغه هېواد کې د فقر کچه ۷۰ سلنې ته لوړه شوې.

د ملي عوایدو کموالی

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۱۹مه) دویچه ویله ته وویل، د ښارونو قرنطین، د داخلي تولېداتو کمښت او په وارداتو کې د کموالي له امله د هېواد په ملي عوایدو کې لس سلنه کمښت راغلی دی.

«که په مقایسوي ډول ورته وګورو د تې کال د همدې مودې په پرتله زمونږ عواید لس فیصده کم شوي، که د پنځو نورو میاشتو پورې دغه تعزیرات دوام وکړي نو مونږ به ایله ۱۵۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړو.»

ښاغلي مسجدي دا هم وویل، چې که چېرې کرونا بحران د مالي کال ترپایه پوري دوام وکړي نو د عوایدو کچه به ۱۳۹ میلیارده افغانیو ته راټیټه شي.

Afghanistan Kabul | Coronavirus | Ausgangsbeschränkungen
د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له ویرې د نورې نړۍ په څیر د افغانستان اقتصادي وده، سوداګري او کاروبار تقریبأ په ټپه ولاړ دي.انځور: DW/A. Ghazanfar

«متاسفانه مونږ د روان مالي کال لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی ؤ، خو د کرونا له امله له دغه هدف څخه شاوخوا ۶۹ میلیارده افغانۍ شاته پاتې کیږو.»

سره له دې چې په افغانستان کې د کرونا بحران له پیل سره سم له دغه هېواد سره په میلیونونو ډالرو مرسته شوې او په میلیاردونو افغانیو نورو مرستو ژمنې هم شوي، خو د دغو پیسو د لګولو پرڅرنګوالي خورا ډیرې نېوکې شته.

د افغانستان سره بین المللي مرستې

تېره اونۍ اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره به افغانستان ته ۱۱۷ میلیونو ایرو مرسته ورکړي.

دغه راز، دوه اونۍ وړاندې نړېوال بانک هم افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د سل میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې.

خو ترټولو ستره نېوکه داده چې افغان حکومت نه یواځې په داخل کي د اقتصادي منابعو سم مدیریت نه کوي، بلکې د خارج څخه راغلې پیسې هم حیف میل کیږي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافي دویچه ویله ته وویل، د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت تګلاره خورا اقتصاد ویجاړونکې ده.

«همدااوس ۷۰ سلنه فابریکې په ټپه ولاړې دي، که دغه قرنطیني وضعیت په همدې توګه دوام ومومي ، لیري نه ده، چي ۳۰ فیصده فابریکې هم سقوط کوي.»

ښاغلی صافی زیاتوي اوسمهال شاوخوا ۳۲۰ زره کارګران په فابریکو کې په کار بوخت دي چې د وضعیت له دوام سره به دا ټول کارګران خپل کار له لاسه ورکړي.

صافي وویل:

« د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې افغان حکومت د چین او ځیني نورو اروپايي مخ په وده هېوادونو د ګرځبندیز او کاروبار درولو تګلارې کټ مټ "کاپې" کړې، په داسې حال کې چې دلته افغانستان کې به خلک له "کرونا" مړه نه شي، خو "لوږه" یې په ۲۴ ساتونو کې وژني.»

د نوموړي پروینا د کرونا بحران پرمهال باید افغانستان د نورو هېوادونو له هغو تجربو ګټه اخېستې وای چې د افغانستان له شرایطو سره برابر وای.

کرونا سره د مبارزې پرمهال د حکومت اقتصادي مسؤلیتونه او لومړیتوبونه څه دي؟

اقتصادي شنونکي وايي، افغان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې نه یواځې د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې پاتې راغلی، بلکي اقتصادي دورنما او لومړیتوبونه یې هم له پامه غورځولي دي.

د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل، حکومت باید په دغسې یوه بحران کې چې ان د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو اقتصاد یې زیانمن کړی بازار کې مداخله وکړي.

Ramadan Armenspeisung Afghanistan
​​د افغانستان د مالېي وزارت وايي چې د «لوږۍ» د مخنيوي له پاره يې هم پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي (آرشيف)انځور: Imago

«حکومت باید په بازار کې د یوه تولېدونکي په صفت کار وکړي، باید د توزیع کونکي په توګه کار وکړي حکومت باید شرکتونو ته د قرضونو ورکولو زمینه مساعده کړي او کم مصرفه قرضونه ورکړي ترڅو د کرونا بحران څخه وروسته دغه شرکتونه بیا خپل فعالیتونه پيل کړي.»

ښاغلی محمدي وايي، حکومت دې داخلي او خارجي مالي منابع په سم ډول مدیریت کړي.

اقتصادي بحران مدیریت ته د حکومت چمتوالی

د افغانستان د مالیي وزارت وايي، کرونا سره مبارزې ته یې ۶،۷ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي، چې دا پیسې به د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د خلکو سره پر مرستو هم لګول کیږي.

ددغه وزارت ویاند وویل، او د "لوږې" مخنیوي لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې شته.

افغان چارواکي وايي، حکومت اقتصادي تخنیکي ډله ګمارلې چې کرونا ویروس سره د مبارزې پرمهال هېواد ته مخامخ کېدونکي اقتصادي زیانونه وڅیړي او حل لارې یې وسنجوي.

مالیي وزارت هم د همدې تخنیکي ډلې غړی دی، چې د ویاند پروینا یې ټول تمرکز به له دې وژونکي ناروغی سره د مبارزې پرمهال او له هغه وروسته، پرداسې ټولګټو پروژو وي چې ډيرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

اسماعیل شاکر – کابل

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: