۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبهپه افغانستان کې د کرونا له کبله له وړاندې نه خراب اقتصادي وضعیت لا پسې ستونزمن شوی. حکومت بیا د قرنطین پرمهال د لاسي پلورونکو، کارګرو او بې وزله کسانو د ملاتړ له پاره یو شمیر سترې پروژې پیل کړي. له دې ډلې څخه یوه یې هم د کابل ښار د باران د اوبو د مدیریت پروژه ده چې پکې شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.