کریکټ: د ځوانانو لوبډلې نړیوال جام ته لار ومونده
۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبهد افغانستان لوبډلې پرون د کاناډا سره یوه ورځینی لوبه درلوده. افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته کوربه لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د کاناډا لوبډله دومره ښه ونه ځلیده او په دې ونه توانیده چی د افغانستان د لوبډلی توپ اچوونکو ته ټینګه شې. د کاناډا ټوله لوبډله په ۷۱ منډو وسوځیده.
په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلې هدف په ډیر آسانی سره تر لاسه کړ، او په ۱۵ اوور کې د دوو لوبغاړه په سوځیدو دغه منډې پوره کړی.
که څه هم په تیرو څو سیالیو کې افغان لوبډله دومره ښه نه وه ځلیدلي خو په تیرو دوو لوبو کي د افغانستان د ځواني لوبډلې دا دوهمه پرلپسي بریا وه. تر دې وړاندې افغان لوبډلي ۷ لوبی تر سره کړې وې چې ۴ څلور یی ګټلې وې.
په پام کې ده چی د ۲۰۱۲م کال د اګست په میاشت کې به د ۱۹ کلنو څخه د کم عمر لرونکو د کریکټ نړیوال جام به په آسترالیا کې تر سره شي.
تیره ورځ د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې هم په پرلپسی توګه په دوهم ځل د کاناډا لوبډلې ته د یوې ورځنې لوبو په سیالیو کی ماتې ورکړه. د باران له امله د ۵۰ اورونو پر ځایی دغه لوبه ۲۰ اورونو ته راښکته کړاې شوه. د افغانستان لوبډلې لمړۍ خپله منډو ته ملا وتړله او ۱۵۰ منډې یی جوړې کړې. په ځواب کي د کاناډا ټوله لوبډله په ۱۳۷ منډو وسوځیده. دغه شان دغه لوبه په ۱۷ منډو افغانستان وګټله.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل