کوم هیوادونه تر ټولو ډیر ام تولیدوي؟
ام ته د میوو بادشاه هم ویل کیږي او په نړۍ کې يې غوښتنه هم مخ پر ډیریدو ده. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورئ چې کوم هیوادونه د امو تر ټولو ډیر محصولات لري.
۹- بنګله دیش
بنګله دیش یو د امو له تولیدونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. په دې هیواد کې هر کال تر ۱،۱ ميليون ټنو ډیر ام تولیدیږي.
۸- مصر
په افریقایې هیوادونو کې مصر د امو په تولید کې مخکښ دی. په دغه هیواد کې هر کال ۱،۲ ميليونه ټنه ام تولیدیږي.
۷- برازيل
په سویلي امریکایې کې برازیل د امونو د تولید په اعتبار په اووم مقام کې ځای لري. برازيل هر کال ۱،۴ميليونه ټنه ام تولیدوي.
۶- پاکستان
پاکستان په نړۍ کې د امو د تو تولید له پلوه په شپږم مقام کې ځای لري. دغه هیواد هر کال ۱،۶ ميليونه ټنه ام تولیدوي.
۵- اندونیزیا
ام په عام ډول د میوو په شکل خوړل کیږي، خو په ځنو هیوادونو کې ترې په پخلي کې هم کار اخیستل کیږي. اندونیزیا چې د نفوس له اړخه په نړۍ کې تر ټولو لوی اسلامي هیواد دی د امو د محصولاتو له پلوه په پنځم مقام کې ځای لري. په دې هیواد کې هر کال تر ۲،۱ ميليونو ټنو ډیر ام توليدیږي.
۴- مکسیکو
مکسیکو په نړۍ کې د ام د تولیدونکو هیوادونو په نوم هم پيژندل کیږي. په دې هیواد کې هر کال نږدې ۲،۲ ميليونه ټنه ام تولیدیږي.
۳- ټايلنډ
سویل ختیځ آسیایې هیواد ټايلنډ په نړۍ کې د امو د تولید له پلوه دریم هیواد دی. په دې هیواد کې هر کال تر ۳،۴ ميليونه ټنه ډیر ام تولیدیږي.
۲- چين
د امو د تولید له پلوه چين د نړۍ دویم لوی هیواد دی. په چین کې د امو د محصولاتو کلنۍ اندازه ۴،۷ ميليونه ټنه ده.
۱- هندوستان
هندوستان د امو د تولید له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام لري. په دې هیواد کې هر کال لس میلیونه او ۲۷ زره ټنه ام تولیدیږي.