ګوانتانامو: د زندانیانو محاکمه وځنډول شوه
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهاعلان
په امریکا کې په ترهگرو بریدونو باندې د پنځو تورونو کسانو محاکمه د ۲۴ ساعتونو له پاره وځنډول شوه. دغه کسان په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې د بریدونو په تړاو محاکمه کیدل.
د محکمې د ځنډیدو لامل د زندان په کمپیوتري سیستم کې د ستونزې رامنځ ته کیدل ښول شوي دي.
دغه کسان اوس په گوانتانامو کې ساتل کیږي.