ګوتریش: د روسي سرې او اوکرايني غلې عرضې ته دې لار هواره شي
۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبهد ملګرو ملتونو عمومي منشي له نړيوالې ټولنې څخه د هغو «خنډونو» د پای ته رسولو په برخه کې د لا ډيرې همکارۍ غوښتنه وکړه چې نړېوال بازارونو ته د روسي سرې او اوکرايني غله جاتو د عرضې په مخ کې پراته دي. انتونيو ګوتریش دغه غوښتنه، نهايي مقصد ځایونو ته د اوکرايني غله جاتو د لومړنيو محمولو تر رسېدلو وروسته کړې ده.
هغه دغه څرګندونې ترکېې ته د خپل سفر پر مهال، پر اوکرايني غله جاتو بار د ېوې کشتۍ څخه د کتنې پر مهال وکړې.
وروسته له هغې چې روسېې د روان ميلادي کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي يرغل وکړ، د اوکراين ټولې سمندري لارې او بندرونه، په ځانګړې توګه په توره بحیره کې، په محاصره کې راغلل.
اوکراين د نړۍ په سطحه د غله دانو یو مهم صادراتي هیواد ګڼل کيږي او د جګړې له پیل سره په دغه هیواد کې په ميلیونونو ټنه غله بنده پاتې شوه. دغه وضعیت په نړیوال بازارونو کې د خوراکي موادو د بېې د لوړيدو سبب وګرځيد او ډير هیوادونه ېې له بحران سره مخ کړل.
ورته نور: افریقا غنمو ته په انتظار ده
اوکراین او روسېې تیره میاشت د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځکړيتوب يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې نړیوال بازارونو ته د اوکرايني غلجاتو صادرات له سره پيل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي یادونه وکړه چې دغه توافق همدرانګه روسيې ته هم د دې تضمین ورکوي چې د غرب د لګول شوو بندیزونو سربیره، وشي کړي خپل کرهڼيز محصولات او توليدي سره صادر کړي.
خو ګوتريش د دغه کار د تحقق موندلو له پاره له شته «خنډونو» څخه خبره وکړه. ګوتريش خبرداری ورکړ چې د اړتيا وړ لازمې سرې د نه شتون په صورت کې د دې خطر موجود دی چې په راتلونکي کال کې په کافي اندازه د غذايي مواد تولید ممکن نشي.
ګوتريش زیاته کړه: «د بازارونو د آرامه کولو او مشتریانو له پاره د بيو د راټيټولو په خاطر، دا موضوع ډير تعینونکی اهمیت لري چې د روسېې کرهڼيز محصولات او توليدي سره له اوکراين څخه صادر او عرضه شي.»
ورته نور: ګوتریش، زيلنسکي او اردوغان په کومو موضوعاتو خبرې کړي؟
په استانبول کې د شوي تړون له مخې، له اوکراين څخه غله جات، د تورې بحیرې له بندرونو څخه نړیوال بازارونو ته انتقالیږي او ترکېه حاضر وخت کې د صادراتو د بيا پيل په حصه کې پر لازمو همغږیو بوخته ده.
د شنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) د غلجاتو حامل درې نورې کشتۍ د ترکېې اوبو ته داخلې شوې. دغه کشتۍ به په ترکېه کې تر لازم کنټرول وروسته خپلو نهایي مقصدونو پر لور سفر ته ادامه ورکوي.
د ترکېې دفاع وزارت له اوکراین څخه د غلو د صادراتو د بهیر د نظارت کولو مسئولیت لري. دغه وزارت د شنبې په ورځ وويل چې دوه نورو کشتيو هم په توره بحیره کې اکرايني بندرونه ترک کړل.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د جولای په ۲۲مه د شوي تړون راهیسي د اوکراين له بندرونو څخه پر غله جاتو بار ۲۷ کشتۍ ترکېې ته رسېدلي دي.
اوکراین د تړون د لاسليک کولو پر وخت ويلي وو چې دغه هیواد به د لس ميليارډه ډالرو په ارزښت خپله غله او نور کرهڼيز محصولات نړیوال بازار ته عرضه کړي.
دويچه ويله ف/م.ک.ص./ا.ا.
زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ!