یونان د المپيا مشعل پاریس ته وسپاره
۱۴۰۳ اردیبهشت ۸, شنبهد مشعل د ورکړې مراسم د یونان په پاناتنایک لوبغالي کې ترسره شول. دغه لوبغالي په بشپړه توګه له ماربل جوړ دی چې په ۱۸۹۶ کې د المپيک لومړنی عصري سيالۍ په کې ترسره شوې. په دغو مراسمو کې د یونان او فرانسې ملي سرودونه د شاوخوا ۲۰زره نندارچیانو په حضور کې وغږول شول. دغه مراسم په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرېدل.
پاریس د ۲۰۲۴ المپيک کوربه دی. د یونان د المپيک کميټې مشر، سپيروس کاپالوس خپل فرانسوي سیال توني ستانګه ته وويل: «موږ تاسو ته پاریس کې په پوره بریا سره د المپیک ۳۳مې دورې سيالیو د لمانځلو هېلي لرو.
ټاکل شوې چې د المپيک مشعل به د می میاشتې په ۸مه نيټه پاریس ته ورسیږي. د پاریس المپيک لوبې به د جولای میاشتې له ۲۶مې پيل او د اګست میاشتې تر ۱۱مې ادامه ولري.
فرانسوي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د المپیک مشعل د رسيدلو له پاره شاوخوا ۶زره پولیس ځواکونه د امنیت په موخه په دندو وګمارل شي. فرانسې د امنيتي ځواکونو له پاره د ګواښونو د دفع کولو په خاطر د مکافاتو اعلان کړی دی.
مشعل به په لومړۍ ځل د می میاشتې په ۸مه د فرانسې جنوبي ساحلي ښار مارسي ته ورسيږي. د فرانسې خبري آژانس وايي، د امنیت له پاره به ېې په دنده د ګمارل شوو پولیسو شمېر له هغه ډېر وي چې تېر کال د پاپ فرانسیس د سفر پر مهال ګمارل شوي ول.
آ./م.ک.ص./ا.ا.
له آرشيف څخه: