« د کال په اوله ورځ څه د پاسه ۳۹۲ زره کوچنیان زیږي»
۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبهد کوچنیانو څخه د ملاتړ ادارې یا یونیسف د رپوټ پر اساس د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ په کچه ۳۹۲ زره ۷۸ ماشومان نړۍ ته سترگي پرانیزي. د دغې ادارې اجرایوي مديرې، هنریته فور د چارشنبه په ورځ په نیویارک کې ویلي چې د نوي کال او نوې لسیزې په پیل کیدو سره د نوو امیدونو او هیلو له پاره لاره پرانیستل کیږي. نه یوازې زموږ بلکې له موږ څخه وروسته نسل له پاره هم.
په ډیر گومان سره به د ۲۰۲۰میلادي کال لومړنی ماشوم د آرام سمندر په فیجی ټاپوگانو کې وزیږي او ښایي د کال د لومړۍ ورځي، وروستی ماشوم به د امریکا په متحده ایالاتو کې سترگي نړۍ ته پرانیزي.
د یونیسف په حواله، د احصاییو له مخې، له نوو زیږیدونکو څه د پاسه نیمایي کوچنیان به په اتو هیوادونو کې وزیږي چیې هند به یې د ۶۷۳۸۵ ماشومانو په زیږیدو سره د جدول په سر کې وي او پس له هغه به چین د ۴۶۲۹۹ او نایجیریا د ۲۶۰۳۹ ماشومانو په زیږیدو سره دوهم او دریم ځای خپل کړي.
نوموړې ادارې وړاندوینه کړې چې په آلمان کې به د جنورۍ په اوله ورځ ۲۰۴۹ ماشومان نړۍ ته راسي. په افغانستان کې د نوو زیږیدونکو ماشومانو شمیر ۳۵۳۱ ته اټکل سوی.
یونیسف همدارنگه یادونه کوي چې په میلیونو کوچنیان خپل د زیږیدو په ورځ په ډیر خراب حالت کې وي. په ۲۰۱۸ میلادی کال کې دوه اشاریه پنځه میلیونه نوو زیږیدلو کوچنیانو په اوله میاشت او یو پر دریمه برخه یې حتی خپل د ژوند په لومړۍ ورځ لا له دې دنیا سترگي پټي کړي.
ددغو مړینو دلایل له وخته زیږیدل، د زیږیدو پر وخت ستونزې او میکروبي کیدل دي چې مخه یی نیول کیدای سي. میرمن فور ویلی: »د ډیرو میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو له پاره یوه مسلکي نرسه یا قابله نه پیدا کیږي چې دا کار خراب عواقب له ځانه سره لري.« هغه په دې لار کې د لازیاتو هلو ځلو غوښتونکې ده چې کوچنیان دي په یوه ډاډمنه فضا او مطمینه لاسونو کې نړۍ ته راسي.