په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړنې د پیل نوې هڅه
۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعهد نړیوالي جنایي محکمې څارنوالې فاتو بنسوده، په یوې بیانیې کې ویلي دي چې داسې «قانع کوونکی اساس موجود دی چې سړی باور وکړي» چې په افغانستان کې د جنګي او د بشریت پر ضد جرمونه ترسره شوي دي.
دغې څارنوالې نه ده روښانه کړې چې په مشخصه توګه به کوم اړخونه وڅیړي.
بنسوده تیر کال هم ویلي وو چې «د دې باور له پاره زمینه شته» چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په افغانستان او نورو ځایونو کې د خپل بهرني استخباراتي سازمان یا CIA په تورو خونو کې جنګي جنایتونه ترسره کړي.
دغه څارنواله به د ۲۰۰۳ کال د مي میاشتې راهیسې د افغانستان په خاوره کې او د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې راهیسې د نړۍ په نورو برخو کې پر هغو تورونو تمرکز وګړي چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري.
که قاضي دغې څارنوالې ته اجازه ورکړي، نو د هغې دفتر به د افغانستان په شخړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا احتمالي جنایتونه وڅیړي.