آلمانی سیاستوال ولفګنګ شويبله د ۸۱ کلونو په عمر ومړ
۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبهولفګنګ شويبله د آلماند تر ټولو اوږدې مودې فعالو سیاسي څېرو څخه یو وو. هغه د خپل موثرو سياسي فعالیتونو په اوږده موده کې خپل هېواد سره مرسته وکړه تر څو د اروپا په زړه کې له ښه امنیت او موقف څخه برخمن شي.
شويبله د خپل سیاسي فعالیتونو تر ټولو ډېره دوره د شرقي او غربي آلمان د بیا اتحاد په برخه کې تېر کړ چې بیا وروسته د پخوانۍ صدراعظمې انګلا مرکل په حکومت کې کله چې په یورو زون کې د پورونو بحران وو، د خزانې وزیر شو.
هغه همدارنګه د آلمان د بل پخواني صدراعظم، هلموت کهول په حکومت کې هم وزير وو.
د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ په ګډون په آلمان او بهر کې سياستوالو د ولفګنګ شويبله پر مړېنه خپل خفګان ښودلی دی. شولڅ ويلي دي چې شويبله «زموږ هېواد ته په شکل ورکولو کې څه باندې نيمه پيړۍ کار وکړ.»
شولڅ پر ټويټر ليکلي: «آلمان یو چټک متفکر، یو پر شوره سیاستول او مبارز ديموکرات له لاسه ورکړ.»
د مسيحي دموکرات ګوند (سي ډي او) یو ویاند د چهارشنبې په ورځ وويل چې ولفګنګ شويبله د سه شنبې په ورځ ناوخته په آرامښت کې ساه ورکړه.
نوموړی له ۱۹۶۵کال راوروسته د مسیحي ديموکرات ګوند او بیا له ۱۹۷۲ څخه د پارلمان غړی وو. د آلمان پخوانۍ صدارعظمه انګلا مرکل هم د همدغه ګوند غړې ده چې یوه موده ېې رهبره هم وه.
د سي ډي او ګوند اوسني مشر، فريدریخ میرڅ پر ټويټر ليکلي: «د ولفګنګ شويبله [په مړينې سره] ما د سیاست په ډګر کې خپل یوازيني او تر ټولو زړور ملګری او سلاکار له لاسه ورکړ.»
د فرانسې د خزانې وزير، برونو لي ماېر، هم د شويبله پر مړېنه خپل «ژور خپګان» ښودلی دی. هغه پر ټويټر ليکلي دي: «هغه یو ملګری وو، هغه یو وفادار او د اعتماد وړ شریک وو. هغه همدارنګه د آلمان او فرانسې تر منځ یو نه ستړی کېدونکی صنعتګر وو.»
د آلمان خارجه وزېرې انالينا بېربوک او نور سیاسي شخصیتونه هم د شويبله پر مړينه خپل غمرازي شريکه کړې ده.
د ۱۹۴۲م کال په فبرورۍ مياشت کې زېږېدلی دغه آلمانی سیاستوال په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو. تر هغې حملې وروسته شويبله اړ شو چې د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.
انځوریز البوم (آرشیف):