اسرائیل د غزې د ښار او د حماس د مرکزونو د کلابندۍ خبر ورکوي
۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعهد نومبر پردوهمه د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چي په بشپړه ډول يې غزه کلابنده کړې ده.
پوځ د یاد خبر د اعلان سره زیاته کړه چي د حماسپه وړاندي عملیاتو په لړ کي يې په حومه ښار کي لا له وسله والو سره جګړه روانه ده.
په همدې حال کي د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي دي: «اسرائیلي سرتیرو په غزه کي د حماس تروریسټي ګوند مرکزونه په بشپړه ډول کلابند کړي دي.»
دانیل هګاري ټینګار وکړ:«د اوربند هیڅ څرک نه ترسترګو کیږي.»
د اسرائیل چارواکي وايي، جګړې به د حماس تروریسټانو تر له منځه وړولو پوري رواني وي.
دا په داسي حال کي ده چي نړيوال هڅه کوي، ترڅو په منځني ختیځ کي د اوربند او سولي له پاره خپلي هلي ځلي رواني وساتي.
د اسرائیل لوی درستیز هم منلې ده، چي د دوی له خوا ټوله غزه کلابنده ده او په دې حال کي يې واضح کړه چي «په نورو سیمو کي يې د هوايي ځواک پرسونل بریدونو ته چمتو دی.»