اسرائیل له حزب الله سره د اوربند د غځولو هڅه کوي
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبهد «جروزالم پوست» په نوم اسرائیلۍ ورځپاني د يکشنبې په ماښام (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۵) خبر ورکړ چې اسرائیل هڅه کوي د لبنان له حزب الله ملیشو سره ۶۰ ورځنی اوربند تر نورو ۳۰ ورځو پوري تمدید کړي.
له دې کار څخه هدف د اوربند له وخته مخکې پای څخه مخنیوی دی چې په پام کې ده د ۲۰۲۵ م کال د جنورۍ پر ۲۶ مه پای ته ورسیږي. ددې بیره موجوده چې ددغه اوربند د وخت له پای ته رسیدو وروسته به سمدستي نښتې له سره پیل سي.
اړوند:د خبریالانو له پاره خونړی کال؛ په تیره بیا غزه کي
«جروزالم پست» د اسرائیل د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې رپوټ ورکړی دی چې د منځني ختیځ په چارو کې د بایدن د حکومت ځانگړی استازی به د دوشنبې په ورځ [د جنورۍ ۶] لبنان ته ورسيږي څو د اوربند له ماتېدو څخه مخنیوی وکړي.
دغهاسرائیلي چارواکي همدارنگه ویلي دي چې د لبنان پوځ ددې توان نه لري چې د اوربند د دوو میاشتو په ترڅ کې په سرحدي سیمو کې ځای پرځای سي چی په دې ډول به اسرائیل هم مجبور سي د لا ډیر وخت له پاره په دغو سیمو کې پاته سي.
ورځپاڼې لیکلي چې دغه پیغام امریکا ته هم انتقال سوی دی. په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۶) به د امریکا ځانگړی استازی، آموس هوکشټاین، لبنان ته ولاړ سي ترڅو د لبنان له حکومتي چارواکو سره د اوربند د دوامداره پلي کولو له پاره خبري اتري وکړي.
اسرائیل اعلان کړی ؤ چې د حزب الله له خوا له اوربند څخه د سرغړوني په صورت کې به خپل بریدونه له سره پیل کړي.
د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، د يکشنبې په ورځ د لبنان له حزب الله سره د اوربند د ارزونې له پاره یوه امنیتي ناسته رابللې وه.
د لبنان له حزب الله سره د اسرائیل اوربند
د لبنان له حزب الله ډلې سره د اسرائیل اوربند د امریکا او فرانسې په منځگړیتوب د ۲۰۲۴ م کال د نوامبر له ۲۷ می څخه تر نن ورځي پوري مراعات سوی او په پام کې ده چې په اول سر کی د ۲۰۲۵ م کال د جنورۍ تر ۲۷ می پوري ادامه پیدا کړي.
په دې موده کی باید د لبنان د حزب الله ملیشې د لیتاني رود شاته، شاته تگ وکړي او د اسرائیل پوځ هم له دغې سیمي څخه ووځي. په عین حال کې باید د لبنان پوځ په سرحدي سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي.
ددغې هوکړي له مخی به په زرونو لبناني سرتیري د ملگرو ملتو د سوله ساتي سازمان ځواکونو (یونیفیل) سره یوځای په لبنان کې ځای پرځای سي او د امریکا په مشري یو هیئت به ددغې هوکړې پر عملي کولو نظارت وکړي.
د لبنان حزب الله ته د یسرائیل کاتس خبرداری
د اسرائیل د دفاع وزیر، یسرائیل کاتس، د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ پر ۵ مه) د لبنان حزب الله ته د اوربند له سرغړونې څخه خبرداری ورکړ.
د «تایمز اسرائیل» ورځپاڼي د کاتس، له خولې رپوټ ورکړی دی چې امکان لري اسرائیل اقدام کولو ته مجبور سي، ځکه چې حزب الله دغه هوکړه نه ده مراعات کړې. کاتس، په واضح ډول ویلي چې که د حزب الله ملیشې د اوربند د هوکړي له مخې د لبنان له جنوب څخه شاته تگ ونکړي، نو اسرائیل مجبور دی چې اقدام وکړي.
کاتس همدارنگه ټینگار کړی دی چې اسرائیل د اوربند ساتلو ته علاقمند دی، خو د هغه شرط دادی چې د حزب الله ملیشې د اسرائیل او لبنان شاوخوا ۳۰ کیلومتره سرحد کې د لیتاني رود شاته، شاته تگ وکړي او په سرحدي سیمو کې دې د لبنان د پوځ په مرسته ټولې وسلې او ترهگریزې زیربناوي له منځه یووړل سي.
د اسرائیل د دفاع د وزیر په خبره، خو تر اوسه پوري دغه اقدامات نه دي ترسره سوي.