خبرپاڼه: په ایران کي د ۴ افغانانو په گډون ۱۵ کسان اعدام سوي
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهپه ایران کي د بشري حقونو د فعالانو ډلې خبري ارگان هرانا، خبري ورکړی دی چي یوازي د چهارشنبې په ورځ چي د نوي عیسوي کال له لومړۍ ورځي سره سمون لري، ۱۵ زندانیان د ایران په بیلابیلو زندانونو کي اعدام سول.
لکه څنگه چي هرانا لیکلي دي، دغه اعدامونه د ملایر، بندرعباس، یاسوج او د کرج د قزلحصار په زندانونو کي سوي دي چي د مجرمینو تورونه "قتل" او په "مخدره موادو پوري تړلي جرمونه" وه. د هغو له ډلې څخه د۱۰ اعدامونو حکمونه یوازي د کرج په قزلحصار زندان کي پلي سوي دي.
اړوند:سعودي عربستان د شپږو ایراني اتباعو د اعدام خبر ورکړی دی
د بندر عباس په زندان کي له اعدام سوو کسانو څخه یې دوه او د قزلحصار په زندان کي یې هم دوه کسان افغانان وه. د ځینو نورو اعدام سوو کسانو هوئیت لا د ارزوني په حال کی دی.
په ایران کي د بشري حقونو د فعالانو د احصائیې، خپرولو او آثارو د مرکز د کلنۍ شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر تر ۲۰ پوري ۹۳۰ زندانیان چي په ډله کي یې ۵ مجرم کوچنیان هم شامل وه، د ایران په زندانونو کي اعدام سوي او د څلورو زندانیانو د اعدام حکم په عام محضر کي عملي سوی دی.
اړوند:سعودي عربستان سږکال تر ۳۰۰ ډېر کسان اعدام کړي
دغه رقم د ۲۰۲۳م کال د همدغه زماني وخت په پرتله ۲۴،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د بشري حقونو د بڼسټونو د رپوټ په حواله، په ایران کي په تېره بیا په تېرو څلورو کلونو کي د نشه يي موادو په قضیو کي د تورنو کسانو د اعدام د حکمونو پلي کول زیات سوي دي.