د افغان جودوکا لوبغاړي د ډوپینګ آزموینه مثبته شوه
۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبهد « آزموینې نړیوالې ادارې» یا د دوپینګ ضد نړیوال پروګرام د افغان جودوکا ورزشکار محمد صمیم فیضزاد د معایناتو پایله مثبته بللې ده. دغې ادارې اعلان وکړ چې د دغه ۲۱ کلن ځوان په ازموینه کې یې انابولیک سټرایډونه موندلي دي. دغه آزموينه د جولای په ٣٠مه د ٨١ کيلو ګرامه وزن په سياليو کې ترسره شوه، فيض زاد په ١٧م مقام کې و.
د پاریس پهاولمپیک لوبو کې د دوپینګ د قضیو په لړ کې دریمه شکمنه قضیه د افغان لوبعاړي په نوم ثبت شوه. د سیالۍ له پیل څخه لږ مخکې، د جولای په ۲۳مه، د عراق د جودوکار سجاد غانم معاینه هم مثبته ثبت شوې وه.
دریمه قضیه د نایجیریا د بوکس وهونکي لوبغاړي سنتیا تیمیتایو اوګونسمیلورو وه چې د ډوپینګ ازموینه یې مثبت وه. د تیرې پنجشنبې په ورځ د دغه ۲۲ کلن ورزشکار په ازموینو کې د منع شوې مادې فیروزمایډ تشخیص وشو.ټول هغه ورزشکاران چې د ډوپینګ پایله یې مثبته تشخیص شوي وي کولی شي، د سپورت لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته اعتراض وکړي.