د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غزه کې د اوربند غږ کړی
۱۴۰۲ آبان ۶, شنبهد ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د عربي هېوادونو په استازیتوب د اردن د هغه پرېکړه لیک په حق کې رایه اچونه کړې چې پکې د غزې په تړانګه کې ولسي مرګ ژوبله او تاوتریخوالی غندل شوی دی.
د غزې اوربند لپاره په دغه رایه اچونه کې یواځې ۱۴ مخالفې رایې کارول شوي، خو د ۱۲۰ تائید رایو سره په غزه کې په سملاسي توګه د اوربند غوښتنه شوې.
عربي هېوادونو د حماس ترهګرو په لاس د یرغمل شویو اسرائيلي وګړو د ژر خوشې کولو غږ هم کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر خپله ایکس پاڼه په منځني ختیځ کې یو ځل بیا د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.
"تاریخ به پر موږ ټولو قضاوت وکړي"
ښاغلي ګوتریش زیاته کړې چې «هر څوک باید خپل مسئولیتونه وپیژني، دا د حقیقت او ریښتیا ویلو شېبه ده، تاریخ به پر موږ ټولو قضاوت وکړي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، په غزه کې د ۲ میلیونه ولسي وګړو لپاره بشري سیستم د تصور خلاف په ټپه ولاړ او له بشپړ سقوط سره مخ دی. ګوتريش همداراز بې قيد و شرطه د ټولو يرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش زیاتوي چې هلته اړتیاوې ورځ په ورځ ډېرېږي له همدې امله باید اجازه ورکړل شي چې خلکو ته خواړه، اوبه، درمل او د سون توکي په وخت ورسیږي.