پاکستان: د مذهبي ډلو ترمنځ په یوه تازه نښته کې ۱۶تنه وژل شوي
۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبهد کرم ايجنسۍ يوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د شنبې په ورځ د سنيانو یو کاروان چې نیمه پوځي ملیشو يې امنیت نيولی وو، د سفر پر مهال تر وسله وال برید لاندې راغی چې «په نتيجه کې ېې ۱۴ کسان وژل شوي چې په هغو کې ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دی او شپږ نور ټپیان دي.»
دغه چارواکي وويل چې د سرحدي پولیسو په ځوابې ډزو کې دوه حمله کونکي وژل شوي چې تشخیص شوې هغوی شیعه ګان دي.
د دغو دوو مذهبي ډلو ترمنځ په سیمه کې تر دې مخکې وروستۍ نښتې په جولای او سپتمبر میاشتو کې شوې وې، چې په لسونو کسان په کې ووژل شول. دغه ناکرارۍ د یوې قومي جرګې په نتيجه کې د یو اوربند په رامنځ ته کېدو ودرول شوې.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې له څو مياشتو راهیسې د سني او شیعه مذهبي ډلو تر منځ وسله والې نښتې شوي دي.
دغه علاقه له کلونو راهیسې د یادو دوو اسلامي ډلو ترمنځ د شخړو شاهده پاته شوې چې په کې په سلونو کسان وژل شوي دي.
اوس چارواکي د یو نوي اوربند د برقراره کولو په لټه کې دي. په پاکستان کې فرقه ېې او کورنۍ اختلافات یا هم دښمنۍ رايج دي. په دې لړ کې د شیعه او سني ډلو پېروان له اوږدې مودې راهیسې د خپل منځي اختلافاتو له کبله له راولاړو شوو تاوتریخوالو سخت کړېدلي دي.
(AFP)mks/aa/