1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرایران

د بس ټکر کې عراق ته تلونکي ۲۸ پاکستاني زیارت کونکي وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۳۱, چهارشنبه

رپوټونه وايي د ایران په مرکزي علاقه کې د شیعه زیارت کوونکو ليږدونکي بس موټر په ټکر کې لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه شوي دي. زیارت کوونکي په مذهبي مراسمو کې د ګډون له پاره عراق ته تلل. د پېښې لامل بې احتیاطي ښودل شوې.

https://p.dw.com/p/4jipP
   زیارت کوونکي په مذهبي مراسمو کې د ګډون له پاره عراق ته تلل
د ایران په مرکزي ښار یزد په مربوطاتو کې د پاکستان شیعه زیارت کوونکو ليږدونکي بس موټر په ټکر کې لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه شوي دي انځور: UGC

د ایران د ایرنا دولتی خبري آژانس په حواله، د محمد علی ملکزاده، په نوم يوه چاروکي وویل چې دغه ترافيکي پېښه د سه شنبې په ماښام د ایران په مرکزي ایالت یزد کې رامنځ ته شوې ده.

ملک زاده زیاته کړه چې په پېښه کې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي چې په هغو کې د ۱۴ کسانو ټپونه ژور دي. د هغه په خبره چې په بس کې سپاره ټول کسان د پاکستان دي.

دغه بس چې ۵۱ مساپر پکې سپاره ول، د پلازمېنې تهران جنوب شرق ته په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پروت تفت ښار څخه د باندې ټکر شوی دی. 

د ایران دولتي تلویزیون تر پېښې وروسته د پېښې انځورونه خپاره کړل چې ښيي بس پر لويه لاره کې پړمخ لوېدلی، چت ېې تخریب او ټولې دروازې ېې خلاصې دی. ژغورونکي هم ښودل کيږي چې د بس په ويجاړیو او د ماتو ښيښو په منځ کې لاس په کار شوي دي.

په پاکستان کې د شیعه ګانو د يوې ټولنې مشر ويلي چې په ایران کې ترافیکي پېښه کې له ۳۵ ډېر زیارت کونکي وژل شوي
د ایران دولتي تلویزیون تر پېښې وروسته د پېښې انځورونه خپاره کړل چې ښيي بس پر لويه لاره کې پړمخ لوېدلیانځور: UGC

 ملک زاده د ایران دولتي تلویزیون ته وويل چې پېښه د بس د بریک کار پرېښودو او د هغه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

په پاکستان کې رسنیو د شیعه ګانو د یو ځايي مشر، قمر عباس له قوله خبر ورکړی چې په دغه ترافيکي پېښه کې تر ۳۵ ډېر کسان مړه شوي دي.

زیاته شوې چې دغه زیارت کوونکي د اربعین مذهبي مراسمو کې د ګډون له پاره عراق ته پر لار ول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر پېښه خپل خفګان ښودلی: داخله وزیر محسن نقوي ويلي: «موږ په ایران کې د بس په ټکر کې چې انسانانو پکې خپل قيمتي ځانونه له لاسه ورکړي په ژوره توګه خواشيني یو.»

ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د ترافيکو د خونديتوب ضعیف ريکارډ لري. د اسوشتید پریس د رپوټ له مخې، په دغه هېواد کې هر کال په ترافيکي پېښو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب