1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: یو بس پر زده کونکو ورغلی ۱۱ کسان مړه ۲۴ ټپيان شوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

په چین کې د یو بس موټر په ټکر کې د پنځو زده کوونکو په ګډون یوولس کسان مړه شوي دي. د چین دولتي رسنۍ وايي دغه مرګ ژوبله په هغه پېښه کې اوښتې چې يو بس د زده کوونکو له ېوې ډلې سره ټکر وکړ.

https://p.dw.com/p/4kCmx

د چين د شينهوا خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه پېښه د سه شنبې په ورځ د چین د ختيځ ایالات شاندونګ په تایان ښار کې رامنځ ته شوې ده. پېښه وروسته له هغې شوې چې یو بس موټر د زده کوونکو له ېوه ډلې سره چې د خپل منځني ښوونځي دروازې مخې ته ولاړ ول، ټکر وکړ.

د چین دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی دی چې په دغه پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي چې په هغو کې د یوه وضعیت نازک دی.

دغه تلویزیون زیاتوي چې د بس چلوونکي په یوه څلور لاره کې خپل کنټرول له لاسه ورکړ چې په نتیجه کې ېې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل روښانه نه دی، خو زیاته شوې چې پولیسو د بس چلوونکي او د پېښې ځای د وضعیت په هکله تحقیقات پیل کړي دي.

(dpa)mks/nz

آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل