د واګنر د سرتیرو ننوتل؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات
۱۴۰۲ تیر ۳, شنبهپه مسکو کې د «ترهګرۍ ضد» تدابیر نیول سوي او د روستوف ښاریانو څخه غوښتل سوي چې خپل کورونه پریږدي.
د روسیې د پوځ او د واګنر ډلې د اجیرانو تر منځ د ترینګلتیا له زیاتیدو وروسته، د دې ډلې مشر یوګیني پریګوژین له اوکراین څخه د روسیې سویل روستوف ښار ته د خپلو ځواکونو د رسیدو اعلان وکړ.
د دغه ښار په پوځي مرکز کې د واګنر د ځواکونو د شتون انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره سوي او دغه ډله وايي چې د لمر په لوېدو سره یې په دغه ښار کې سیمې ونیولې.
د مسکو ښاروال په دغه ښار کې د «ترهګرۍ ضد» تدابیرو د نیولو اعلان کړی دی. د روسي رسنیو د راپور له مخې په روستوف ښار کې د بهرني برید په وړاندې د دفاع لپاره د چمتووالي په موخه امنیتي خبرداری ورکړل سوی دی.
اړوند مطالب:واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي
ځايي چارواکو د روستوف له اوسېدونکو غوښتي چې له خپلو کورونو نه ووځي.د روسیې خبري ویبپاڼو داسې انځورونه خپاره کړي چې د ملي ګارد ټانکونه په روستوف کې د جنوبي پوځي ولسوالۍ د قوماندې ودانۍ په نښه کوي. یوه ویډیو هم آنلاین خپره سوې چې ښیې په مسکو کې د کرملین ماڼۍ ته تلونکي سړکونه تړل سوي دي.
اړوند مطالب:واګنر ډلې په اوکراین کې د باخموت د نیولو ادعا کړې
د واګنر خصوصي شرکت چې ملیشې یې د اوکراین په محاذونو کې د روسیې تر څنګ جنګیږي، د روسیې پوځ په اوکراین کې د دې ډلې د غړو پر مرکزونو د بمباریو تور لګولی دی. د دې ډلې قوماندان یوګیني پریګوژین وايي، په دې برید کې د دوی ګڼ شمېر ځواکونه وژل سوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دا خبر ریښتیا نه دی او دا تورونه «بې اساسه» دي. د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې هم د واګنر ادعا «بې اساسه» وبلله او د هغه په وړاندې یې د «وسله وال بغاوت» د غوښتنې له امله د «جنایي قضیې» د درجولو اعلان وکړ.
د روسيې په دولتي رسنيو کې د خپاره سوي خبر له مخې، د جون د ٢٤مې نېټې له سهار راهيسې د مسکو په بېلابېلو مرکزي سيمو کې درنې پوځي لارۍ او زغره وال ګاډي ځای پر ځای سوي دي.
اړوند مطالب:امریکا: شمالي کوریا د روسیې پر کرایي پوځ وسلې پلورلي
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اړه لاس په کار سوی دی.
د واګنر ډله چې په خپلو لیکو کې له بندیانو څخه کار اخلي او په تیرو میاشتو کې یې د اوکراین د باخموت ښار په نیولو کې مهم رول لوبولی، له څه مودې راهیسې د روسیې د دفاع وزارت پر مشرتابه نیوکې کوي.
د دغې ډلې مشر د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په اوکرایین کې د دغه هیواد د جنګی اهدافو په نه ترلاسه کولو تورن کړل.
د وروستي خبر له مخې، هغه دوی «غداران» وبلل چې روسیې ته یې «توهین» وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو دوو کسانو مسئله به «حل» کړي.
ص.ذ/ ن.ص