1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: د پوځ څلور عسکر او شپږ وسلوال وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د پاکستان پوځ وايي د افغانستان پولې ته نیږدې ېې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال څلور سرتيري وژل شوي دي. پوځ نن چهارشنبه د اګست ۱۴مه وويل چې په عملیاتو کې شپږ ترهګر هم وژل شوي دي. دغه پېښه د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ شوې ده.

https://p.dw.com/p/4jR96
د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ۶ ترهګر هم وژل شوي دي
د پاکستان پوځ د اګست په ۱۴مه وويل چې شمالي وزیرستان کې ېې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال ۴ سرتيري وژل شويانځور: Fahad Pervez/PPI Photo/Newscom/IMAGO

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دپاکستان د پوځ مطبوعاتې څانګې (ISPR) په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د یاغیانو د لمنځه وړلو په موخه چاڼيز عملیات په لاره اچول شوي دي.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو عملیاتو کې شپږ تروریستان هم وژل شوي دي.

دغه خونړۍ پېښه داسې وخت شوې چې پاکستان د اګست ۱۴مه د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په توګه لمانځي.

پوځي عملیات د خيبر پښتوخوا ايالت په جنوبي وزيرستان کې شوې چېرته چې پاکستاني طالبان فعال او په وروستیو کلونو کې ېې د پاکستان حکومت ضد خپل وسله وال فعالیتونه ډېر کړي دي. دغه سیمه تر دې وړاندې له القاعده شبکې سره د تړلو جنګیالیو یو له مراکزو هم وه.

د پاکستان پوځ وايي چې دوی هره ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دغه سیمه کې د یاغیانو پر ضد شاوخوا ۱۰۰ عملیات ترسره کوي.

د کلونو وسله والو شخړو په جریان کې په دغه سیمه کې شاوخوا ۸۰زره پاکستانیان وژل شوي دي. پاکستاني طالبان چې د افغان طالبانو جلا ډله ده، د پاکستان حکومت د نسکورولو او د شرعي نظام د راوستلو له پاره جنګیږي.

اسلام آباد په دغو ناآرامیو کې افغانستان په لاس لرلو تورنوي، خو په افغانستان کې حاکم طالبانو بیا دغه ادعاوې تل رد کړي دي.

(dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب