د پاکستان پوځ د آی. اس. آی پخوانی مشر نیولی دی
۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبهد پاکستانپوځ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې هیواد د استخباراتو یا آی. اس. آی، پخوانی مشر فیض حمید یې نیولی دی. ه اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې ده چې د نوموړي د محکمې له پاره یې د پوځې محکمې دایرولو لړۍ هم پیل کړې ده.
د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د فیض حمید، د نیول کیدو امر د دې هیواد سترې محکمې یا سپریم کورټ ورکړی دی او دلیل یې تر تقاعد وروسته د پاکستان د پوځ له قانون څخه ګڼ شمېر سرغړوني او همدا راز د ځمکې او ښارګوټو په قضیو کې ښکیلتیا په ګوته شوې ده.
په ۲۰۲۱م کال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته فیض حمید چې هغه مهال د پاکستان د استخباراتو مشر وو، کابل ته سفر وکړچې له کبله یې پراخ غبرګونونه را وپاریدل.
هغه مهال پر ټولنیزو رسنیو د جنرال فیض حمیديو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس پر لاس کیده. هغه مهال کابل ته د نوموړي د سفر دلیل روښانه نه شو، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.
خ.ح / ن.ز