1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توپيري چلن ضد آلمانۍ اداره ولې له ايکس (»ټويټر«) ووتله؟

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د آلمان د توپيري چلن يا تعصباتو ضد اداره له آنلاين شبکې ايکس (پخواني ټويټر) څخه ووتله. مشرې اتامن يې ويلي چې ياده شبکه »غلطو معلوماتو« او تعصباتو ته لمن وهي.

https://p.dw.com/p/4XOSV
فردا اتامن
فردا اتامنانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

په آلمان کې د توپيري چلن يا تعصباتو ضد ادارې مشره، فردا اتامن وايي چې ايکس »د غلطو معلوماتو يوه شبکه جوړه شوې ده.« هغه زياتوي چې د ايکس شبکې مشر، ايلن مسک »آنتي سمتيک، د توکمپالنې او عوام پاله محتويات خپروي.« 

له ايکس څخه د وتلو دغه ګام يادې ادارې پخپله د ايکس په شبکه کې نن له غرمې مخکې اعلان کړ چې ورپسې د دوی بله محتوا په ياده شبکه کې ونه ليدل شوه. اتامن زياته کړه چې په ايکس کې د ترانس او کوير ضد، تعصبي، د ښځو ضد، د يهودانو ضد او د نورو انسانانو ضد منځپانګې ليدل کيږي.ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ د جندر مساواتو هدف ته رسيدل ناممکن دي

په خبره يې وزارتونه او دولتي ادارې د مخبېلګې په توګه بايد له ځان څخه وپوښتي چې »آيا دا هر څه نور د زغملو دي« چې په دغه پلېټ فارم کې پاته شي. په تېرو څو اوونيو کې په دغه شبکه کې له قهره ډکه وينا او غلط معلومات خورا ډېر شوي دي.

دا چې د حماس تندلارې ډلې په اسرائيل باندې بريد کړی، نو د غلطو معلوماتو دغه لړۍ اوس لا پسې جنجالي شوې ده. اتامن د دې يادونه وکړه چې په تېرو اوونيو کې لا ۱۶۰ يهودي روحانيونو او د هغوی د ټولنو استازو له ايکس پلېټ فارم سره د پرېکون غوښتنه کړې وه.«ځینې ځوان آلمانيان د مسلمانانو په هکله مخکني قضاوتونه لري»

اتامن همداراز د آلمان له حکومت څخه وغوښتل چې له دغې شبکې څخه دې ووځي. د »ټېبل ميديا« په نوم انترنتي پورتال له هغه ليک څخه نقل قول کړی چې اتامن د آلمان حکومتي وياند، شتېفن هېبشترايت ته لېږلی دی. هغې له دې مخې ليکلي چې »ماسک خپله قهرجنه وينا خپروي.«نرگس محمدي ته د نوبل جايزې پر ورکړه د ايران غوسه

د اتامن په خبره نوموړی »په فعال ډول د انتي سمتيک توطيه يي کيسو او د غلطو معلوماتو کمپاينونو کې« ونډه لري. ځکه نو د اتامن په خبره د ايکس شبکه داسې فضا نه ده چې حکومتي ارتباطات دې ورباندې قايم کړل شي.