له ترمپ څخه له خطر سره د مخامخ افغانانو سره د مرستې غوښتنه
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبهپه يوه ليک چې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۸) د رويترز خبري آژانس ته رسيدلی و، د #AfghanEvac هېشتګ په نوم ټولنې غوښتنه کړې ده چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د بيرته ځای پر ځای کولو پروګرام ته دې ادامه ورکړل شي.
د «افغان ایواک» يا د افغان تخليه په نوم دا سازمان له هغو بېلا بېلو ډلو جوړ دی چې د افغانانو د انتقال په برخه کې د امريکا له حکومت سره همکاري کوي.
په دغه لیک کې راغلي: «له موږ څخه یې ډېرو له افغان ترجمانانو، عسکرو او هغو کورنیو سره نږدې همکاري درلودلې ده چې زموږ د ژغورولو او لارښوونې په موخه یې خپل هر څه په خطر کې اچولي و.»
په دې خط کې زياته شوې: «د هغوی به اوس يوازې پرېښوول له هغو ارزښتونو سره خيانت وي چې موږ یې د دفاع په موخه وجنګيدلو.»
د دې ليک له لارې دغه ډلې له کانګرس څخه د نورو ۵۰ زره ځانګړو ویزو (SIV ویزو) د جاري کولو غوښتنه کړې ده. تر دې دمه جاري کړل شوې ۵۰۵۰۰ ویزې به ښايي تر مني پورې ټولې وکارولی شي.
د ترمپ د انتقالي چارو ټیم، تر اوسه پورې په دې اړه د خپل نظر څرګندولو له پاره د رويترز غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
د ترمپ د مهاجرت د سياست په تړاو اندیښنې
د دې ليک نوښت کوونکي ويره لري چې ترمپ چې د مهاجرت د سياست د سختولو اعلان یې کړی دی، کولی شي ځانګړې ويزې او د انتقال پروګرام محدود او يا بند کړي.
د «هیشتيګ افغان تخليه» ټولنې مشر شان وان ديور، رويترز ته وويل: «په دې اړه ستره انديښنه موجوده ده چې ولسمشر ترمپ او ستيفن ميلر، به نوي بيوکراتک خنډونه پيدا کړي چې د مهاجرو له پاره به د اس آی وي، ويزې او د ځای پر ځای کولو پروګرام کراره او يا له منځه يوسي او زموږ افغان متحدين به یو ځل بيا يوازې پرېږدي.»
اړونده موضوع: راپور: له ۸۴۰ زرو ډیر افغانان امریکا ته د تګ په تمه دي
ميلر، د ترمپ د حکومت د لومړۍ دورې پر وخت د مهاجرت د کلک سياست طراح بلل کيږي او داسې انتظار کیږي چې نوموړی به د ترمپ د دفتر د مرستيال مشر په توګه د مهاجرت په برخه کې خپل دغه سياست ته دوام ورکړي.
خو د ترمپ د ملي امنيت نوی سلاکار مايکل والتز، چې د امريکا د ځانګړي ځواک يو پخوانی افسر دی او په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ده، د دې ځانګړو ویزو او له خطر سره د مخامخ افغانانو په امریکا کې د ځای پر ځای کولو د پروګرام کلک ملاتړی دی. د والتز، دفتر هم د رويترز پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.
د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې تر ۱۸۳۰۰۰ ډېر له خطر سره مخامخ افغانان او د هغوی کورنۍ امريکا ته انتقال شوي دي.
د دويچه ویله له آرشيف څخه: