1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: دوه کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام شول

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوې د دوشنبې په ورځ مقدساتو ته سپکاوي په تور د دوو کسانو د اعدام حکم عملي کړ. ویل کیږې یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع د دې هیواد د سترې محکمې د مخکني حکم د تایید له مخې اعدام شول.

https://p.dw.com/p/4R1il
په ايران کې د مرګ د سزا په شتون تل سختې نيوکې کيږي
په ايران کې د مرګ د سزا په شتون تل سختې نيوکې کيږيانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

میزان خبري اژانس هم چې د ایران اسلامي جمهوریت د قضایه قوې پوري اړونده دی د یادو دو بندیانو د اعدام خبر اعلان کړی.

د دغه راپور له مخې، د مرکزي محکمې د حکم پر بنسټ، صدرالله فاضلي زارع په فطري ارتداد، د اسلام د ستر پیغمبر(ص) مور ته په سپکاوي، د قران کريم د مبارکو آیاتونو د سپک ګڼلو او سوځولو او همداراز د نورو د رضایت پرته د هغوې د شخصي انځورونو په خپرولو تورن شوى وو. اوهمدا راز  یوسف مهرداد د "سب النبی" یعني د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوی وو.

ایران د دفاع پخواني مرستیال وزیر علی رضا اکبري د جاسوسۍ په تور اعدام کړی

راپور زیاتوي چې دغه دوه بندیان د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې پر ۱۸ نیټه د دوشنبې په سهار اعدام شول.

تر دې مخکې د بشري حقونو سازمان «هه‌ نګاو» خبر ورکړی و، چې یاد دوه عقیدتي بندیان یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع د پنجشنبې په ورځ د غوېې میاشتې پر ۱۴مه نیټه اراک زندان ته د اعدام سزا د عملي کیدو لپاره لیږدول شوي وو. د یوسف مهرداد خور په ټولنیزو شبکو کې له ټولو سمدستي غوښتي ول چې د ورور د اعدام مخنیوي لپاره دي د زندان مخې ته راټول شي.

اروپايي اتحادیي تر دویم اعدام وروسته پر ایران بندیزونه سخت کړل

یوسف مهرداد د ایران د اردبیل ښار او د درو ماشومانو پلار وو. نوموړی د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په میاشت کې په خپل کور کې ونیول شو چې وروسته بیا د آراک زندان ته انتقال شو.

د میزان سایټ د خبر له مخې، صدرالله فاضلي زارع تر نیول کیدو مخکې د الماریو او کابینیت په جوړولو بوخت او د خپلې سپين سرې مور پالنه ېې کوله.