1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سازمانونه: له خطر سره مخامخ افغانان مه هيروئ

۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبه

څو سازمانونو المان ته له خطر سره مخامخ افغانانو د راوستلو پروګرام د پای ته رسیدو خبرداری ورکړی. دغو سازمانونو ويلي دي چې دغه افغانان بايد يوازې پرې نه ښودل سي.

https://p.dw.com/p/4ltfb
رمشتاين د افغانانو د انخلا لومړنی مرکز و چې ورڅخه منل شوي کډوال نورو دایمي ځایونو ته لیږدول کېدل.
المان ته د افغانانو د راوستلود پروګرام احتمالي پایانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

نږدې اتو سازمانونو د آلمان حکومت د هغه ځانګړي پروګرام د احتمالي ختمېدو خبرداری ورکړی دی چې دوه کاله مخکي له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو له پاره پيل سوی وو.

څو سازمانونو چې پکښې کابل لفت برکه، میشن لایف او د ژغورني نړیواله کمېټه هم پکښې شامله ده، په یوې ګډه اعلامیه کې ويلي دي چې د دې اندېښنې دليل احتمالاً په راتلونکي کال کي دغه پروګرام ته د بودجې نه لرل دي.

دغو سازمانونو ويلي دي چې له همدې امله، د ۲۰۲۵م کال فدرالي بودجې په اړه روانې خبرې اترې د پروګرام د دوام ډاډمن کولو له پاره وروستی فرصت دی.

د۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي، له خطر سره مخامخ افغانانو کولای سوای چې د دې پروګرام له مخي آلمان ته انتقال سي، خو اوس د دې پروګرام راتلونکې نامعلومه ده.

که څه هم د آلمان په فدرالي حکومت کي پر دې باندي توافق سته چې له کاله ۳۱۰۰ کسانو ته چې له آلمان څخه د منلو ژمنه ترلاسه کړې وي کولای سي چې دغه هيواد ته راسي، خو دوام يې په مالي مسائلو پوري تړلی دی.

تر هغه چې اټکل يې سوی وو لږ منل سوي دي

د آلمان د حکومت په دې برنامه کي تر هغه ډېر لږ کسان منل سوي دي چې پلان سوي ول. د دې پروګرام له مخي په پلان کي وه چي له مياشتي ۱۰۰۰ کسان ومنل سي، خو په تيرو دوو کلونو کي يوازي ۶۸۲ کسان د دې پروګرام له مخي آلمان ته راوستل سوي دي. پر دې سربيره د انتخاب سوو کسانو د غوښتنليکونو وروستی بررسي د ۲۰۲۴م کال له جولای مياشتي راهيسي درول سوې ده.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

يادو سازمانونو خبرداری ورکړی دی: «د دې پرواګ ژر او نامنظم درول په دې معنی دی چي په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ کسان په افغانستان کي يوازي پرېښودل کيږي.»

ش/ا ن/ز  (dpa)