المان: ایالتونو غوښتل لا زیات افغانان اخراج کړي
۱۴۰۳ مهر ۲۱, شنبهد «ویلټ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې د څیړنو پایلې ښيې چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د روان میلادي کال په اګست میاشت کې افغانستان په لومړي پرواز کې تر هغې ډیر په لږ شمیر کېافغانان اخراج شول چې د المان ایالتي حکومتونو یې غوښتنه کړې وه.
د المان د کورنیو چارو وزارت د هغو مجرمینو له جملې څخه چې ایالتي حکومتونو یې د اخراجو غوښتنه کړې وه، ۲۸ تنه مجرمین انتخاب کړل چې بالاخره کابل ته په یوه پرواز کې واستول شول.
د المان هیسن ایالت د ۹۶ افغان مجرمینو د اخراجولو وړاندیز کړی و.
نیدر زاکسن د ۴۱، بایرن ایالت د ۴۰، نورد-راین-وستفالن د ۲۴، زاکسن د ۲۰ تنو او هامبورګ ایالت بیا تر لسو د کمو مجرمینو د اخراج غوښتنه کړې وه. زیاته شوې ده چې بریمن ایالت یوازې د درو کسانو او یو شمیر ایالتونو په دې اړه د ارقامو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د المان د بایرن او زاکسن ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو یواخیم هرمان او آرمین شوستر د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې د اخراج د پروازونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
هرمن وویل: «خطر پيښوونکي او جنایتکاران زمونږ په هیواد کې ځای نه لري او مونږ ټول فشار واردو چې زمونږ د اتباعو د خوندیتوب له پاره د قانون حاکمیت پلي کړو.»
شوستر بیا د یوه مستحکم او بیا تکراریدونکي قضایي بهیر خبره وکړه. د اګست په پای کې ۲۸ تنه افغان نارينهچې په المان کې د جرم مرکب شوي ول بیرته خپل هیواد ته واستول شول. د ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې په افغانستان کې واک د سخت دریځه اسلامپاله طالبانو په لاس کې دی.
طالبان تر ټولو دمخه د ښځو او بشري حقونو، د مظاهرو او ژورنالستانو په مقابل کې د سخت چلند له کبله په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا