1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

د ايران خارجه وزير د سعودي وليعهد سره وکتل

۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

د ايران د باندنيو چارو وزير، حسین امیرعبداللهیان د سعودي عربستان د وليعهد، شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ. دواړو هيوادونه په دې تړاو اعلاميې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4VLv0
Irans Außenminister Amirabdollahian trifft saudischen Kronprinzen
محمد بن سلمان او حسين اميرعبداللهيان په جده کې سره وليدلانځور: Iranian Foreign Ministry/AP/dpa/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې حسین امیرعبداللهیان او شهزاده محمد بن سلمان په بندري ښار جده کې سره وليدل. دواړو هيوادونو په دې تړاو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۸ نېټه) اعلاميې خپرې کړې.

د محمد بن سلمان او امیرعبداللهیان تر منځ ملاقات د څو مياشتو د نژدې کېدو د هڅو د پېل راهيسي د تر ټولو لوړپوړو مشرانو ليدنه ده. د ايران پرس تلويزيون سعودي ته له تهران څخه د ورغلي پلاوي په حواله ويلي دي چې دغه ملاقات «په ډېره ښه توګه» ترسره شو. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پـي اې راپور ورکړی، چې شهزاده محمد بن سلمان او امیرعبداللهیان په سيميزو او نړيوالو چارو خبرې وکړې.

د نژدې کېدو هڅې

د اکثريت شيعه مذهبو هيواد ايران او د اکثريت سني مذهبو هيواد سعودي له يوې لسيزې څخه زيات وخت کيږي چې يو د بل دښمن بلل کيږي. دغو هيوادونو په يمن او سوريه کې نيابتي جګړې هم ولرلې. خو په تيرو مياشتو کې دواړه اړخونه بېرته سره د نژدې کېدو هڅې کوي. د دواړو هيوادونو تر منځ ترينګلې اړيکې لږ سمې شوي دي.

د روان کال په مارچ مياشت کې دواړو هيوادونو د چين په منځګړيتوب پر دې تفاهم وکړ چې خپلمنځي دپلوماتيکې اړيکې به بېرته برحالې کړي. دواړو هيوادونو په ۲۰۱۶ کال يو د بل ترمنځ دپلوماتيکې اړيکې پرې کړې وې. ايران د روان عيسوي کال د جون مياشتې په پېل کې په سعودي عربستان کې خپل سفارت بېرته پرانست. د جون مياشتې په منځ کې د سعودي عربستان د باندنيو چارو وزير، شهزاده فيصل بن فرحان په تهران کې مېلمه و. په ملاقات کې پر دې تفاهم وشو چې دواړه اړخونه به د سيمې سره مربوطو امنيتي پوښتنو کې همکاري بهتره کوي.

خو د دواړو هيوادونو تر منځ لاپه خليج فارس کې نفتو د ممکنه زېرمو تر څنگ پر يو شمېر نورو موضوعاتو لا اختلافات موجود دي.

آ./ا.ا./ن.ص.