1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

کوېټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۱۹, شنبه

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د اورګاړي په یوه تم‌ځای کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شوي او تر پنځوسو نور ټپیان دي. د دغې برید مسئولیت بلوڅ بېلتون پالې ډلې منلی. پولیسو اټکل کړی، چې ښايي دا یو ځانمرګی برید وي.

https://p.dw.com/p/4mpLE
کوېټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شوي
کوېټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شويانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان بلوچستان ایالت کې سیمه‌ییزو چارواکیو خبر ورکړی، چې د شنبې پر سهار شاوخوا ۸:۴۵ دقیقې د دغې ایالت په کوېټې ښار کې د اورګاړي په یوه تم‌ځای کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۲۴ کسان وژل شوي او تر پنځوسو نور ټپیان دي.
د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې سرتیري او د اوسپنې د پټلۍ کارکوونکي هم شامل دي.
د رپوټ له مخې، دا ځانمرګی برید داسې مهال شوی، چې شاوخوا ۱۰۰ مسافر یوه ټرین ته تم‌ځای کې په تمه وو. په دغې پېښې کې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
 د پولیسو چارواکیو ویلي، چې د چاودنې لسګونه کسان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

کوېټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شوي
کوېټه کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شويانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images


د اسوشیټیډ پریس په رپوټ کې د ځایي چارواکیو له قوله راغلي، چې ځانمرګی بریدګر د مسافرو په شکل کې دننه شوی او ځان ته یې چاودنه ورکړې ده.
دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه پېښه غندلې او قرباني کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی. 
 افغانستان  کې د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی دی. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي:«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي. بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»


بلوڅ بېلتون پالو یا BLA په یوې خبرپاڼې کې د دغې برید مسئولیت منلی. په دغې خبرپاڼې کې راغلي، چې د دغې چاودنې«هدف د پاکستان د پوځ هغه ټولی و چې د نظام پلي مکتب کې له روزنې وروسته د ټرین له لارې پنجاب ته ستنېده.»
پولیسو ویلي، تر اوسه د دغې چاودنې لامل نه دی روښانه شوی. د پولیسو یو ځايي چارواکي خبریالانو ته ویلي:«لومړی داسې ښکارېده، چې ښايي یو بې خاونده بکس کې یو بم ځای پر ځای شوی وي؛ خو اوس اټکل کوو چې دا به ځانمرګی برید وي.»

اړوند: 
بلوچستان د پاکستان په سویل لویدیځ کې له افغانستان او ایران سره پولې ته نیږدې موقعیت لري او له بې وزله ایالتونو دی. په دغې ایالت کې له څو لسیزو راهیسې بېلتون پالې ډلې د پاکستان له امینتي ځواکونو سره په «چریکي» جګړو بوختې دي. دپاکستاني طالبانو  د تحریک یا ټي ټي پي په څېر اسلام‌پالې ډلې هم هلته فعالیت لري. په دغې ایالت کې په پرلپسې توګه وسله وال مرګوني بریدونه کېږي.
پر طبیعي منابعو غني دغې ایالت کې «بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ» یو له فعالو بیلتون پالو وسله والو غورځنګونو دی. دغې ډلې په وروستیو کلونو بلوچستان او نورو ایالتونو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونو ته زور ورکړی.

(AFP) si, nk,od,aa

بلوچستان؛ د افغان کډوالو له کړاو ډک ژوند