1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: آلمان کې نژدې ۴لکه خلک د سیلابونو له خطر سره مخ دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

په آلمان کې د یوې نوې څېړنې پايله ښيي چې په دغه هېواد کې نژدې څلور لکه کسان د ناڅاپي یا فوري سېلابونو له خطر سره مخ دي. د چاپيریالي چارو خپلواک انستيتوت (یو اف یو) دغه نوې څېړنه نن چهارشنبه خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kUXZ
د آلمان په جنوب غربي علاقه هایدلبرګ په مربوطاتو کې د اوبو د سطحې لوړېدل
په آلمان کې د یوې نوې څېړنې پايله ښيي چې په دغه هېواد کې نژدې څلور لکه کسان د ناڅاپي یا فوري سېلابونو له خطر سره مخ ديانځور: Daniel Kubirski/imago images

د یو اف یو، دغه تازه څېړنه وايي چې په آلمان کې به نږدې ۳۸۴۰۰۰ خلک احتمالا په راتلونکو کلونو کې په شدیده توګه د سيلابونو له امله اغیزمن شي.

له دې ډلې، ۱۹۰زره او ۸۰۰ کسان هغه دي چې د راين سیند په اوږدو او د دغه سیند فرعي شاخو ته نژدې هستوګن دي او په حدود د ۹۸زره ۸۰۰ نور بیا البه سیند ته نژدې پراته خلک دي.

دغه څېړنه د زرغون ګوند د پارلماني ډلې په سپارښتنه د آلمان په ایالتونو کې د سېلابونو خطر د مدیریت د پلانونه له پاره ترسره شوې ده. 

د څېړنې ليکوالان وايي چې کېدای شي له خطر سره د مخ افرادو په ارقامو کې ډېر بدلون رامنځ ته شي. دوی وايي په تېر کې د اودر سيند سيلابونو ته په کتو، په څېړنه کې اوسني اټکل شوي ارقام ښايي ډېر محافظه کارانه وي.

یولیا ویرلیندن چې د يادي پارلماني ډلې مرستیاله ده، د څېړنې موندنې ېې د یو «الارم» یا خبرداري په توګه ارزولي. هغې «اقليمي بحران ته په کتو له سیلابونو څخه د محافظت له پاره» د لا ډېرو فوري او موثرو اقداماتو پر اړتیا ټينګار کړی دی.

په فبرورۍ مياشت کې هم دې ته ورته ېوې څېړنه کې راغلي ول چې په آلمان کې له ۳ لکو ډېر ساختمانونه د سيلابونو په معرض کې قرار لري. دغه څېړنه د آلمان د بيمې ټولنې (جي ډي وي) له خوا ترسره شوې وه.

د يو اف یو نوې څېړنې څېړونکي د پېښو پر وړاندې له مخکې پر لا ډېر چمتووالي ټينګار کوي: «که څه هم د شدیدو بارانونو وړاندوینه یوازې په لنډ وخت کې کيږي، خو د نظارتي سیستمونو پراختیا او د آب او هوا د وړاندوېنې نمونې په خپل حال کې مهمې دي.»

 (dpa) mks/nz

له آرشیف څخه (27.12.2023 ): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل