1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په متقابلو ډزو کې درې عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د هېواد په شمال لویدیځ کې د تازه نښتو په ترڅ کې درې عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ovue
آرشيف انځور: د افغانستان پولې ته څيرمه يو پاکستانی عسکر
په دې وروستيو څو مياشتو کې په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې بريدونو ډېر زور اخيستی دی.انځور: Aamir Qureshi/AFP

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۷) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا ایالت په دريو مختلفو سيمو کې د عسکرو او وسله والو ترمنځ «شديدې ډزې» تبادله شوي. په اعلاميه کې دواړو لورو ته د وژل شوو کسانو شمير هم تائيد شوې دی.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي دي چې امنيتي ځواکونو په پېښور او مومندو کې د دوو جلا چاپو په ترڅ کې ۱۶ وسله وال ووژل. نور درې وسله وال بيا د کرک په سيمه کې د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي. زیاته شوې چې درې عسکر هم په دې ترڅ کې وژل شوي دي.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شريف، له وسله وال سره جنګيدونکو دغو عسکرو ستاینه کړې.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له هغه وخت راهېسې چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستان په خپل لوېديځ سرحد کې د وسله وال تاوتريخوالي د ډېرېدو شاهد دی.

اړونده موضوع: طالبان: د پاکستان هوايي بريدونو په پکتيکا کې په لسونو کسان وژلي

پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نامه هم ياديږي، په سيمه کې له ډېرو فعالو ډلو څخه يوه ده او په منظم ډول د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.

آیا د افغانستان او پاکستان اړیکې به لا پسې ترینګلې شي؟

په اسلام آباد کې حکومت تل په کابل کې پر واکمنو طالبانو تور لګوي چې د هغو وسله والو په شړلو کې پاتې راغلي دي چې په وینا یې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بريدونه پلانوي. خو  طالبان دا تورونه ردوي.

په دې وروستيو څو مياشتو کې په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې بريدونو ډېر زور اخيستی دی.

د پوځ د يوه رپوټ په حواله يوازې په ۲۰۲۴م کال کې په جلا پېښو کې ۳۸۳ عسکر او ۹۲۵ وسله وال وژل شوي دي.  

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب