امریکايي استازي له جرمني سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبهنوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په برلین کې یې له یو شمېر جرمني چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کړې چې څنګه افغانستان کې ښځې د کار لپاره بیا راستنې سي او د هغوی ملاتړ وکړي او د دغه هېواد له خلکو سره حیاتي مرستې ترسره کړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري پر ښځو او نجونو د طالبانو د نویو بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان له هر ډول بندیزونو سره چې دوی یې لګوي، د نړیوالې ټولنې څخه نور هم لرې کېږي.
اړوند:«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»
د روانې اونۍ د شنبې په ورځ، طالبانو په یوه نوي فرمان کې خصوصي پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو د نوم لیکنې او د کانکور ازموینو پر اخیستلو بندیز ولګاوه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جنورۍ په ۲۹مه پاکستان، جرمني او سویس ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ چې د بشري مرستو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وکړي.
اړوند:اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې په درو د خلکو وهل «غیر انساني» کار دی
نوموړي پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر، د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکي اسد خان سره د ترهګرۍ، په سیمه کې د امنیت او د افغان ښځو پر وضعیت خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی د دغو سفرونو په دوام کې به سویس ته لاړ شي.
ژباړه: صفت الله زاهدي