1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياایران

ایران: الکولي مشروباتو ۱۴ کسان مړه او ۹۰ نور روغتون ته رسولي

۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبه

د ایران دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې د الکولي مشروباتو د استفادې له کبله ۱۴ کسان مړه شوي او شاوخوا ۹۰ تنه نور روغتون ته رسول شوي دي. دغه پېښې پلازمېنې تهران ته نژدې په یوه لنډه زماني موده کې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Shzf
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: PantherMedia/picture alliance

د ايران دولتي خبري آژانس، ایرنا، د جمعې په ورځ ناوخته رپوټ ورکړ چې دغه افراد پلازمينې تهران ته نژدې د الکولو تر استعمال وروسته، چې د مسمومیت علايم هم په کې موجود دي، په يوه لنډه زماني موده کې مړه او يا په روغتون کې بستر کړل شوي دي.

ورته نور ولولۍ: تقلبي شرابو په ایران کې تر ۳۰۰ ډیر انسانان وژلي

خبرځای زیاتوي چې په سملاسي توګه د پېښو لامل او دا چې له څه سره تړاو لري، روښانه نه دی. په ایران کې د الکولو استعمال په یو لړ مواردو کې ممنوع دی او سختې جزاوې ورته ټاکل شوې دي. خو له دې سره سره، په دغه هیواد کې د الکولو استفاده ليدل کیږي او په تور بازار کې ېې عرضه او حتی توليد هم موجود دی.

ورته نور ولولئ:  جعلي شرابو په ایران کې ۷۹ تنه وژلي

په ځانګړې توګه په کورونو کې جوړيدونکو شرابو کې تر ډېره میتانول ډوله الکول ګډوي چې د جوړولو یا تقطیر پروسه ېې په ښه شکل سره صورت نه نيسي. د يادې سمي مادې ډېر مقدار استعمال کېدای شي د مصرفونکي د ړندېدو او حتی د مرګ سبب وګرځي.

(dpa)/mks/mns

دلته د روغتيا پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم کتلی شئ: