1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران غواړي د اسرائیل برید ته «پیچلی او لا قوي» غبرگون وښيي

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د امريکا له خبرداریو سره سره، ايران د اسرائیل د برید په اړه د «قطعي» ځواب ویلو خبره کړې ده. د "وال سټریټ ژورنال" په وینا، ایران د پوځ په ګډون د اسرائیل پر ضد د "ډیر پیچلي او قوي" برید پلان لري.

https://p.dw.com/p/4mZwA
په تهران کی د توغندیو پریټ
د رپوټونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو له خبرداریو سره سره، ايران پلان لري چې پر اسرائیل یو ځل بیا برید وکړي انځور: picture alliance/dpa/Iranische Armee/Zuma Press

اسرائیل د اکتوبر میاشتي په وروستیو کې دايران د توغندیو د بریدونو په جواب کې د هغه هيواد پوځي او هوايي دفاعي تاسیسات په نښه کړل. د رسنیو د رپوټونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو له وروستیو خبرداریو سره سره، ايران پلان لري چې پر اسرائیل یو ځل بیا برید وکړي او تهران د جوابي برید پر «قطعي کیدو» باندي په ټینګار سره ویلي دي چې دغه برید به لا پراخ ابعاد ولري.

امریکايي ورځپاڼي "وال ستریت ژورنال" د یوه مصري چارواکي په حواله چي د ایران له پلان څخه خبر سوی دی، رپوټ ورکړی دی چي دغه برید به «پیچلی» او د تیرو بریدونو په پرتله »لا پیاوړی« وي.

نوموړې ورځپاڼي دایراني  او عربي څرگندونو او معلوماتو پر اساس رپوټ ورکړی دی  چي د ايران اسلامي جمهوریت به په نوي برید کي له هغو توغندیو څخه چي د اکتوبر د لومړۍ نېټې په برید کي کاورل سوي، لا لوی توغندي وکاروي.

سربیره پردې په پام کي ده چي د سپاه پاسداران ځواکونو ترڅنگ به پوځي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کي گډون وکړي. 

د اکتوبر په پای کې دایران پر وړاندې د اسرائیل په ځوابي برید کې څلور ایراني پوځیان او یو ملکي کس ووژل سو. وال ستریت ژورنال په خپل رپوټ کي د یوه ایراني چارواکي له خولې لیکلي دي: «موږ خپل څلور سرتیري له لاسه ورکړل. له همدې کبله هم باید «د دغه برید» جواب ورکړو.»

د نوموړي چارواکي په خبره، ايران کولای سي پر اسرائیل باندي برید د «عراق له خاوري» ترسره کړي او دغه برید به د «تیر ځل په پرتله» څو برابره قوي وي.

د وال ستریت ژورنال په رپوټ کي د دغه ایراني چارواکي له خولې دا هم راغلي دي چی «اسلامي جمهوریت نه غواړي د خپل جوابیه برید له امله د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ پر انتخاباتو اغیز ولري او له همدې کبله به دغه برید له انتخاباتو وروسته، خو د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په میاشت کي د نوي ولسمشر د دندې له پیل کیدو مخکي ترسره سي.»

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د سې شنبې په ورځ د نوومبر مياشتي پر پنځمه وسي. نظرپوښتنې ښیې چې د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هریس او جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ ترمنځ سیالي اوږه پراوږه روانه ده.

پراسرائیل باندي د ایران د دوهم ممکنه برید د «ابعادو» په هکله د وال ستریت ژورنال رپوټ، په داسي حال کي خپریږي چي د اکسیوس ویبسایت د شنبې په ورځ د نوومبر مياشتي پر دوهمه، تهران ته د واشنگټن د بې ساري خبرداري په هکله یو رپوټ خپور کړی وو.

اکسیوس په دغه رپوټ کي د یوه امریکايي چارواکي او په اسرائیل کي د یوه پخواني مسؤل چارواکي له خولې لیکلي، که ايران لکه څنگه چي یې اعلان کړی دی، یو وار بیا پر اسرائیل برید وکړي، د امریکا متحده ايالاتو حکومت به په دې ونه توانیږي چي «دغه هیواد د (ایران پر وړاندي) زغم کولو ته مجبور کړي.»

د "والا" (Walla) اسرائیلي سایت چي په یروشلم پوسټ پورې اړه لري هم رپوټ ورکړی وو، چي د امریکا حکومت د سویس د ډیپلوماټانو له لاري دغه له خبرداري ډک پیغام د ایران چارواکو ته استولی دی چي واشنگټن د ايران  د نوي برید په صورت کي نه سي کولای اسرائیل یوواربیا دې ته اړ کړي چي یوازي «په محدود او دقیق برید لاس پوري کړي.»

د رسنیو د رپوټونو له مخي داسي یو خبرداری د واشنگټن او تهران ترمنځ اړیکو کي یو بې ساری تماس شمیرل کیږي.

"قطعی" برید

د ايران چارواکو له دغو خبرداریو سره سره په دې وروستیو ورځو کي د اسرائیل پر وړاندي خپل گواښونه تکرار کړي دي.

د سپاه پاسداران د قوماندان ځای ناستي، علی فدوی د یکشنبې په ورځ د شریف په پوهنتون او د خبریالانو په منځ کي د اسرائیل د"وعده صادق ۳"په نوم جوابیه عملیاتو د وخت په هکله وویل: «د هغه د جزیاتو په هکله سړی نه سي کولای خپل نظر څرگند کړي، خو حتمي به وسي.»

هغه مخکی هم له لبناني شبکې "المیادین" سره په خبرو کي ټینگار کړی وو چي د اسرائیل د برید پر وړاندي د ايران غبرگون »قطعي او حتمي« دی.

د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي، تیره اونۍ اسرائیل گواښلی او ویلي یې وه چي دغه هیواد«دا ځل هم تیروتنه وکړه، د هغه جواب به«له تصوره لیري» بڼه کي وگوري.»

د ايران رهبر علی خامنه ‌ای، هم د شنبې په ورځ (د نووامبر دوهمه) یو وار بیا امریکا او اسرائیل ته گواښ وکړ او وې ویل، دغه هیواد باید د ایران له خوا «یوه قاطع او غاښ ماتوونکي»جواب ته انتظار وباسي.

امریکا د ايران د لوړپوړي چارواکي تکراري گواښونو ته په کتو سره، په سیمه کي د خپلو ځواکونو په پیاوړي کیدو لاس پوری کړی دی. د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تیره ورځ د ایکس په شبکه (پخواني تویتر) کي د یوه پیغام په خپرولو سره په سیمه کي د بي ۵۲ بم غورځوونکو له رسیدو څخه خبر ورکړ.

مخکي له دې هم د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت «پنتاگون» د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی وو، چي په منځني ختیځ کي د میشتو  امریکايي ځواکونو د ساتني او له اسرائیل  څخه د ملاتړ او همدارنگه د مخنیوي د اقداماتو له لاري به د  تاوتریخوالو د کمولو په هدف، نور ستراتیژیک بم غورځونکي او د بالستیک توغندي ضد کښتۍ منځني ختیځ ته واستوي.

GP/NZ/DW.Farsi