ایران د مهسا اميني کورنۍ پر سفر بندیز ولګاوه
۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبهد ایران د بشر حقونو د څار سازمان چې مخفف ېې هرانا (HRANA) دی، ويلي دی چې ژینا مهسا امينی ته د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو تر ټولو لوړه جایزه ورکړل شوې ده.
د اسوشتید پریس په حواله، دغه سازمان چې مقر ېې په امریکا متحده ایالاتو کې دی، د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ایراني چارواکو د مهسا امینی پلار امجد او د هغې دوو وروڼو ته اجازه نه ده ورکړې چې د سخاروف د فکر آزادي جایزې د ترلاسه کولو له پاره د فرانسې شتراسبورګ ښار ته پرواز وکړي.
په رپوټ کې راغلي چې یوازې د مهسا اميني د کورنۍ وکيل، صالح نیکبخت، کولی شي د هغوی له خوا سفر وکړي او دغه جایزه تر لاسه کړي.
اروپايي اتحاديې دغه معتبره جایزه په ۱۹۸۸ کال کې د شوروي مخالف او د سولې د نوبل جایزې د ګټونکي ادیب، اندري سخاروف په نوم ایجاد کړه. دغه جایزه هغو افرادو او ډلو ته ورکول کیږي چې له بشري حقونو او بنسټيزو آزادیو څخه دفاع کوي.
څرنګه چې د اروپايي پارلمان ويب پاڼه د سخاروف جایزې په هکله وايي، دغه جایزه «د اروپايي اتحاديېتر ټولو لوړ درنښت دی چې د بشري حقونو فعالانو ته ورکول کيږي.» دغه جایزه د سپتمبر مياشتې په اوایلو کې د ژينا مهسا اميني په نوم شوه.
۲۲کلنه کردۍ ايرانۍ، ژینا مهسا امينی، تېرکال د ایران مذهبي پولیسو له لورې د حجاب نه رعایت کولو په دلیل ونیول شوه چې بیا د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړيني وروسته ډېر ژر په ټول ایران کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه وشول چې وروسته ېې لمن له ایرانه بهر اروپا او امریکا ته هم وغځېده.
د ایران د بشري حقونو د فعالانو په خبره، ایراني چارواکو د اعتراض کونکو پر ضد پراخ اقدامات ترسره کړل چې په جریان کې ېې له ۵۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې ۲۰زره ونيول شول. چارواکي وايي چې ډېری نیول شوي کسان بېرته آزاد شوي او یا ېې د بند موده راکمه کړل شوې ده. د اعتراضونو لړۍ د روان کال په سر کې ودرېده.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.
له آرشیف څخه انځوریز البوم: