1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

ایران: پر غله د پولیسو ډزو کې د هغه ۹ کلن زوی وژل شوی

۱۴۰۲ خرداد ۲۱, یکشنبه

ایراني چارواکي وايي یو ۹ کلن هلک وروسته له هغه د پولیسو په ډزو ولګېد او ژوند ېې له لاسه ورکړ چې پلار ېې یو موټر غلا کړی وو او پولیسو غوښتل هغه ودروي. پېښه د ایران په جنوب غربي ایالت خوزستان کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4SRJ6
د آرشیف انځور - ایران
د آرشیف انځور - ایرانانځور: rokna.net

د ايران د پولیسو رسمې ويب پاڼې، د شوستر سېمې د پولیسو د مشر، روح الله بيګدلي له قوله ويلي دي چې پولیسو هڅه کوله چې «غلا کړی موټر د ډزو په کولو سره ودروي» خو د ډزو په جریان کې هلک ولګېد او ځای پر ځای ېې ساه ورکړه.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايي چې دوی د ډزو تر پېلیدو مخکې څو ځله سړي ته خبرداری ورکړ. پوليس زیاتوي چې دغه شخص د موټرو د غلاو او مخدره موادو د قاچاق جرمي ريکارډ لري.

ورته نور ولولئ:  ایران: د اعدامونو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

د جماران په نوم ېوې ایرانۍ خبري وېبپاڼې وژل شوی هلک د مرتضی دلف زرګاني په نوم ښودلی چې ۹ کاله عمر ېې درلود. سرچېنې د وژل شوي هلک له پلار سره خبرې کړي. هغه دا خبره ردوي چې ګواکې پولیسو دې ورته تر ډزو مخکې کوم خبرداری ورکړی وي. د وژل شوي مرتضی انځور پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کيږي او خلکو ېې پر مرګ خپګان ښودلی دی.

ورته نور ولولئ:  په ايران کي د ګاز نيولو له کبله شپږ افغانان مړه شوي

په تېر نومبر کې د خوزستان په ایذه ښار کې د کیان پيرفلک په نوم یو ۹ کلن هلک هم په ډزو ووژل شو، چې مور ېې پړه د ایران پر امنيتي ځواکونو وراچوي. دغه پېښه په ایران کې د توقیف پر مهال د جينا مهسا اميني په نوم د ېوې ۲۲ کلنې ښځې د مړېنې په غبرګون کې د پراخو اعتراضونو پر مهال رامنځ ته شوې وه.

mks/mns/(AP)