1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلینکن:هره شېبه امکان لري روسیه پر اوکراین برید وکړي

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د روسي ځواکونو له چمتووالي او  ځای پر ځای کیدلو وضیعت داسې ښکاري چې هره شیبه پر اوکراین برید کولی شي

https://p.dw.com/p/46ur6
Australien Antony Blinken
انځور: Hamish Blair/AP/picture alliance


د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، روسيې له اوکراين سره په خپله پوله کې زيات پوځيان ځای پر ځای کړي او هر وخت کولای شي چې بريد وکړي.

نوموړي د ډېرو څارونکو د ارزونو خلاف ویلي ډير احتمال شته چې دغه برید په راتلونکو لسو ورځو کې وشي.د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ١١مه) په ميلبورن کې اسټراليا ته د سفر پر مهال دا څرګندونې وکړې، نوموړي دا احتمال رد نه کړ چې په چين کې د ژمنيو المپيک سیالیو پر مهال دې د روسيې بريد پيل شي.

د ژمني المپیک سیالۍ د فبرورۍ تر شلمې نیټې پورې دوام کوي، او ډیرو څارونکو په دې وخت کې د لویو پوځي عملیاتو احتمال رد کړی دی.

د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ګډون درلود.

روسیه پر اوکراین د برید هر ډول پلان ردوي

بلینکن په خپلو خبرو کې د امریکا هغه غوښتنه بیا ځلي تکرار کړه چې له خپلو وګړو یې غوښتي له اوکراین ووځي.

نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن به په کییف کې د خپل سفارت د کارمندانو کمولو ته دوام ورکړي.

بايدن: امريکايي اتباع دي له اوکراين څخه ووځي

په عین حال کې، د "ماکسار" په نوم یو شرکت چې په امرکیا کې دی او له څو اونیو راهیسې د روسي ځواکونو کارونه تعقیبوي، د چهارشنبې او پنجشنبې وروستي عکسونه یې ښیي چې د پام وړ شمیر نوي روسي سرتیري په کریمیا، لویدیځې روسیه او بیلاروس کې ځای پرځای شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې روسیې له اوکراین سره پر پوله د ځواکونو د متمرکز کولو سربیره په بیلاروس کې ګډ پوځي تمرینونه او همدارنګه په تور سمندرګي کې د سمندري ځواکونو تمرینونه هم کړي دي.

د ځینو ناظرانو په اند، د روسیې دا کړنې تر ډیره پر اوکراین د برید لپاره چمتووالی نه دی بلکې غواړي په لویدیځ او ناټو باندې ډیر فشار واچوي چې د مسکو امنیتي غوښتنې ومني. هغه غوښتنې چې ختیځ کې باید د ناټو د فعالیتونو د پراخیدو او وسلو د ځای پر ځای کولو مخنیوی وشي.

پر اوکراین د برید په اړه روسیې ته د آلمان د صدراعظم خبرداری