ترمپ تر دوه کلن بندیز وروسته بېرته فیسبوک ته راوګرځېد
۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبهد ترمپ دغه پُست له ويډیو کلیپ سره وو چې هغه په کې د ۲۰۱۶م کال انتخاباتو د ګټلو پر وخت خپلو خوشاله پلویانو ته وینا کوي. هغه په دغه ۱۲ ثانیه يي وېډیو کې وايي: «بخښنه غواړم چې تاسو مې په انتظار کې پرېښودئ.»
ترمپ باندې د فیسبوک تر څنګ د ټويټر او انستاګرام شبکو د کارولو بندیز وروسته له هغې ولګید کله چې د هغه قهرجنو پلویانو د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶مه جو بایدن ته د انتخاباتو تر بایللو وروسته پر پلازمینه واشنګټن باندې حمله وکړه.
اړوند نور ولولئ: «دونالد ترمپ محرم اسناد له ځان سره وړي دي»
ترمپ د انتخاباتو په اړه د ناسمو معلوماتو پر خپرولو او تاوتریخوالو ته پر هڅولو تورن شو. میتا شرکت چې د فیسبوک او انستاګرام مالک دی، په جنوري میاشت کې پر ترمپ لګيدلی بندیز لرې کړ، خو ترمپ تر اوسه غلی پاتې شوی وو.
يوټيوب هم د جمعې په ورځ د ترمپ پر حساب لګيدلی بندیز لغوه کړ. ټويټر چې ترمپ ورڅخه د خپلې واکمنۍ پر وخت له وقفې پرته استفاده کوله بیا په تېر نومبر کې وروسته له هغې چې دغه شبکه ایلان ماسک واخیستله، بندیز لغوه کړ. خو د جمعې په ورځ پر ټويټر د ترمپ تر ټولو وروستی پُست د ۲۰۲۱م کال د جنوري څخه وو. ترمپ په ټويټر کې څه باندې ۸۰ میلیونه فالورز يا تعقیبونکي لري.
اړوند نور ولولئ: ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي
په جنوري کې کله چې ميتا شرکت د ترمپ د حساب د آزادولو اعلان وکړ، ټينګار ېې کړی وو چې هغه دې د دغې شبکې اصول په نظر کې ونیسي.
د میتا د نړیوالو چارو مسئول، نیک کلګ ليکلي وو: «که چېرته ښاغلی ترمپ بیا هم تاوتریخجن پُستونه خپروي، هغه به حذف کیږي او حساب به ېې د تاوتريخجنو محتویاتو شدت ته په کتو له ېوې میاشتې نېولې تر دوو کلونو پورې د تعلیق حالت کې راوستل کيږي.»
۷۶ کلن ترمپ، تېرکال اعلان وکړ چې هغه به د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو ته بيا ځان نوماند کړي.
(dpa)mks/mns
زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: