1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي آې زیډ موسسه په افغانستان کې د ښځو کار کولو ته دوام ورکوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ) مشر تروستین شفرګومبل، د دوشنبې په ورځ د آلمان د رسنیو شبکې ته وویل چې اداره یې اوس هم د افغانستان دننه د ښځو په شمول کارکوونکي لري او دا مهال د انټرنیټ له لارې له کور څخه کار کوي.

https://p.dw.com/p/4QCCD
آرشیف: د جې آې زید بنسټ مسؤل
آرشیف: د جې آې زید بنسټ مسؤلانځور: GIZ/Gaby Gerster

د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ) مشر تروستین شفرګومبل، د دوشنبې په ورځ د آلمان د رسنیو شبکې ته وویل چې اداره یې اوس هم د افغانستان دننه د ښځو په شمول کارکوونکي لري او دا مهال د انټرنیټ له لارې له کور څخه کار کوي.

هغه زياته کړه چې په هره سيمه کې کاري وضعيت توپير لري ځکه نه غواړي چې د امنيتي دلايلو له امله يې جزئيات په ډاګه کړي. هغه ډاډ ورکړ چې له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي.

شفرګومبل ټینګار وکړ چې جي آی زېډ له دولتي ادراو پرته، پروژې د غیر دولتي موسسو په مرسته پلي کوي. هغه وويل چې اوس مهال نارينه او ښځينه نړيوال کارکوونکي په ساحه کې شتون نه لري.

آلمان: په افغانستان کي۲۶۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي

د ۲۰۲۲ کال په پای کې طالبانو په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. جرمني بیا د څه مودې له پاره خپلې مرستې بندې کړې. طالبانو هم په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه خدمتونو بې برخې دي. په ورته ډول، دوی د زده کړې او کار له پراخ بندیز سره مخامخې دي. د یوې نړیوالې سروې له مخې افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو له پاره تر ټولو بد ځای دی.

آرشیف: په مزارشریف کې د رئیس عبدالخالق ثانوي ښوونځی.
آرشیف: په مزارشریف کې د رئیس عبدالخالق ثانوي ښوونځیانځور: Thomas Koehler/photothek/ picture alliance

د "GIZ" مشر، شفرګومبل وویل "په افغانستان کې پراختیایي همکاري تر ټولو لومړی د ښځو او نجونو له پاره یو دروند فشار دی، او دا د منلو وړ نه ده." خو هغه ټینګار وکړ چې "په عین وخت کې به دا ډیره ستونزمنه وي چې د ښځو او نجونو ملاتړ پای ته ورسوي."

د المان د نړیوالې همکارۍ ټولنه استدلال کوي چې: "په افغانستان کې د افغان ښځو همکاري ډیره مهمه ده، څو اصلا ښځو او انجونو ته لاس رسی وموندل شي. هغوی په ځانګړې توګه د بشري کړکیچ او محدودیتونو څخه کړیږي."

جي آی زېډ: په زرونو کسان مو له رافغانستانه راايستلي دي

شفرګومبل وویل چې اوس مهال یوازې هغه پروژې شتون لري چې د افغانانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي: "د بیلګې په توګه، د اوبو نلونه ترمیم شوي څو کورونو ته اوبه ورسیږي، یا زراعتی تخمونه او د خوراکي توکو بستې ویشل کیږي، څو خلک د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر کړي.

ده څرګنده کړه چې په دې برخه کې په ځانګړي ډول دې ته پاملرنه کېږي چې ښځې او نجونې له پروژو څخه برخمنې شي. هغه زياته کړه، چې اوسنيو حالاتو ته په کتو د آلمان د پراختيايي همکاريو وزارت د غوښتنې له مخې، هغه دوې پروژې چې په حقيقت کې پلان شوې وې، کار يې نه دى پيل کړى. د هغه په ​​وينا، په دې برخه کې د حرفه یي کار، د کارموندنې په برخه کې ملاتړ او همدارنګه په کليوالو سيمو کې د ټولنيز امنيت او د انرژۍ د رسولو موضوع مطرح ده.