د اسنادو قضيه: پر ترمپ نوي تورونه
۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعهد امریکا د پخواني ولسمشر پر ضد د اسنادو د ساتني په برخه کې اوس نور تورونه لګېدلي دي. دغه نوي تورونه د يوې محکمې له خوا په خپروشيو اسنادو کي راغلي دي. پر ټرمپ او د هغه د مرستیال والټ ناوټا سربیره، یو دریم سړی هم په دې پيښه کې ښکیل وو.
د تورونو په ضمیمه کې، ټرمپ د نورو شیانو په منځ کې په دې تورن دی چې له یوه کارمند څخه یې وغوښتل چې د هغه د فلوریډا ملکیت کې په کيمره کي اخيستل شوی فلم حذف کړي ترڅو د تحقیقاتو مخه ونیسي. پر دې سربیره د ټرمپ مرستیال کارلوس دی اولیویرا د لومړي ځل له پاره د ګډون کوونکي په توګه نومول شوی دی. ویل کیږي چې هغه د حساسو دولتي اسنادو په پټولو کې مرسته کړې وه.
«مجرم نه دی»
ټرمپ په لومړي ځلد روان کال په جون میاشت کې په فلوریډا کې په خپل مار-ا-لاګو املاکو کې د پټو اسنادو په غیر قانوني توګه د ذخیره کولو په تور تورن شو. د ۲۰۲۲م کال په اګست مياشت کې، فدرالي پولیسو «اف بې آي» د ټرمپ ماڼۍ وپلټله او ډېر پټ اسناد یې په کې ضبط کړل.
ټرمپ دغه نوي تورونه د هغه د ځای ناستي او په واشنګټن کې د عدلیې وزارت له خوا ده ته او د هغه شاوخوا خلکو ته د «ځورولو» په موخه د «نااميده» هڅې په توګه رد کړل.