1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان په یوه ښوونځي کې د شریعت د پلي کولو هڅه

۱۴۰۲ دی ۲۵, دوشنبه

د المان په نویس ښار کې څلور تنه زده کوونکو اراده درلوده چې د «شریعت قوانین» له هغې ډلې جنسیتي جلاوالی او مسلمان زده کوونکو ته اجازه ورکول چې د جمعې په ورځ وختي له ښوونځي څخه رخصت شي عملي کړي. پولیس په دې اړه څیړنې کوي.

https://p.dw.com/p/4bFAU
Symbolbild: Islamunterricht in Deutschland
آرشیف انځور: د المان په یوه ښوونځي کې د تدریس بهیرانځور: Frank Rumpenhorst/dpa/picture alliance

د رپوټونو په حواله د المان د نورد راین وستفالن ایالت په نویس ښار کې څلورو تنو زده کوونکو په ښوونځي کې د اسلامي شریعت د سختګیرانه قوانینو د اجرا کولو اراده درلودله. د ښځو له خوا د اسلامي حجاب مراعتول، د لمبا په ساعتونو کې د نجونو او هلکانو جلا کول او د جمعې په لمانځه کې د ګډون کولو له پاره د زده کوونکو زر رخصتول د هغې طرحې یوه برخه وه چې دغو زده کوونکو یې د اجرا کولو اراده درلودله.

همدارنګه ویل کیږي چې دغو څلورو تنو نور مسلمان زده کوونکي چې د دوی له نظره «بد مسلمانان» ول، تر فشار لاندې نیولي ول.

له بلې خوا اشاره شوې ده چې دغو زده کوونکو په درسي ساعتونو کې په صراحت سره ویلي دي چې پر دیموکراسۍ باور نه لري او ټینګار یې کړی دی چې «ښځې باید د شرعي قوانینو په اساس جامې ولري.»

د ښوونځي مسئولینو د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې د دې موضوع په اړه پولیسو ته اطلاع ورکړې وه. خو ایالتي پولیسو په هغو تحقیقاتو کې چې تر سپټمبر میاشتې پورې یې دوام درلود، ونه توانیدل د دغو زده کوونکو پر وړاندې د جنایي یا سازمان شوو جرمونو په ارتباط اعلان جرم وکړي.

د نورد راین ویستفالن د څارنوالۍ ایالتي دفتر چې اوس هم د دې موضوع په اړه څیړنې کوي ویلي دي چې کیدای شي دغه زده کوونکي د ګواښل کیدو او جبر په څیر جرمونو سره مخامخ شي.

د پولیسو د رپوټ پر بنسټ، په ورته وخت کې د دغو زده کوونکو له مور پلار څخه هم تحقیقات شوي دي، خو د امنیتي جرایمو په اړه هیڅ شواهد نه دي موندل شوي. ایالتي پولیسو دغه دوسیه د المان د جنایي پولیسو مرکزي ادارې ته استولې ده او د المان د کورنیو چارو وزارت او د اساسي قانون د حفاظت اداره یې هم په دې برخه کې په جریان کې اچولې ده.

د نورد راین ویستفالن د کورنیو چارو وزیر په دې اړه له والدینو څخه غوښتنه کړې ده چې دغه قضیه جدي ونیسي او اسلامي افراطیت ته د ځوانانو د میلان په اړه دې متوجه اوسي.

ویل کیږي چې د دغو زده کوونکو ښوونځي د سیمه ایز حکومت په سپارښتنې له اسلامي افراطیت سره د مقابلې په خاطر د (Wegweiser) یا لارښود، پروګرام پیل کړی دی او د دغه روزنیز پروګرام د عملي کولو له پاره یې له یوه متخصص څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. خو د پولیسو د رپوټونو په حواله، تر اوسه پورې د دې پروګرام عملي کول کامیابه نه وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

افراطیت او د افغان میرمنو اندیښنې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب