د ایران یو نامتو فلم جوړونکی او ميرمن ېې وژل شوي
۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبهایراني رسنيو ويلي دي چې پولیسو ته داريوش مهرجويي او د هغه د مېرمن وحيده محمدي فر د وژنې خبر، د شنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې د هغوی د لور له خوا ورکړل شو. دوی د ایران د البرز ایالت د زیبادشت په مشکین آباد کې واقع په خپلې شخصي ويلا یا عصري مېنه کې وژل شوي دي.
ځايي پولیسو ويلي دي چې تر اوسه د دغو قتلونو انګېزه روښانه نه ده، خو تحقیقات ېې په اړه پيل کړي دي.
نښې نښانې ښيي چې قتلونه د «سړې وسلې په ذریعه په سر او غاړه کې د وارد شوو ټپونو له کبله شوي دي.»
مېرمن محمدي فر، په وروستیو کې پر خپل انستاګرام پاڼې ليکلي وو چې د یوه داسې کس له خوا چې لهجه ېې ایرانۍ نه وه، په «چړې» ګواښل شوې ده.
د البرز ایالت د بهرنيو اتباعو او مهاجرو د چارو مشر ويلي چې تر اوسه په دغو قتلونو کې د بهرنیو اتباعو دخالت مشخص نه دی.
هامون، دایره مینا، لیلا، د مور مېلمه او یو شمېر نور فلمونه د داریوش مهرجويي د هنري آثارو څخه دي. هغه ته په کال ۱۳۹۳ لمریز کال کې د فرانسې د سفير له خوا د شوالیه ادبي او هنري جایزه ورکړل شوې وه.