«د سوډان د کډوالو په کمپونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي»
۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سهشنبهد ملګرو ملتونو په وينا له می میاشتې راهیسې د جګړه ځپلي هیواد سوډان د کډوالو په کمپونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو د مړينې علت څه دی؟
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف د سه شنبې په ورځ په ژنيف کې اعلان وکړ، چې د سوډانپه نهو کمپونو کې ماشومان د خوارځواکۍ او د شري ناروغۍ قرباني شوي دي.
د يونيسف له خوا زياته شوې چې په سوډان کې په روغتیايي مرکزونو باندې د »پرله پسې بریدونو« او د تغذیې د خراب وضعیت له امله، دا ویره ده چې »د کال تر پایه به څو زره نوي زیږیدلي ماشومان ومري.«
په سوډان کې د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان داغلو ملېشې د اپریل له نیمایي راهیسې د واک پر سر په خونړۍ جګړه بوخت دي.
د «Armed Conflicts Location and Event Data Project» په نوم غير دولتي سازمان د معلوماتو له مخې شا اوخوا ۷۵۰۰ کسان له هغه مهاله تر اوسه وژل شوي دی. جګړې د سوډان د پخوانۍ کمزورو زیربناو لویه برخه هم ویجاړه کړي ده. د هېواد ۸۰ سلنه روغتونونه تړل شوي او میلیونونه خلک له لوږې سره مخامخ دي او زوریږی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تر پنځو میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي دي. یوازې په ګڼ ميشته ښار پلازمینه خرطوم کې ۲،۸ ملیونه خلک د روانو هوایي بریدونو، توپچي جګړو، پرلارو او سړکونو له جګړو څخه تښتیدلي دي. د اوربند له پاره نړیوالې هڅې تر اوسه ناکامې دي.