1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غزه کې د اوربند غږ کړی

۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غړو هېوادونو غزه کې د عمومي اوربند لپاره رایې وکارولې چې د دې رایو غوڅ اکثریت د اوربند غوښتنه کوي. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم یو ځل بیا په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Y8vM
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه کې عمومي اروبند ته رایې کارولي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه کې عمومي اروبند ته رایې کاروليانځور: Bebeto Matthews/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د عربي هېوادونو په استازیتوب د اردن د هغه پرېکړه لیک په حق کې رایه اچونه کړې چې پکې د غزې په تړانګه کې ولسي مرګ ژوبله او تاوتریخوالی غندل شوی دی.

د غزې اوربند لپاره په دغه رایه اچونه کې یواځې ۱۴ مخالفې رایې کارول شوي، خو د ۱۲۰ تائید رایو سره په غزه کې په سملاسي توګه د اوربند غوښتنه شوې.

عربي هېوادونو د حماس ترهګرو په لاس د یرغمل شویو اسرائيلي وګړو د ژر خوشې کولو غږ هم کړی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر خپله ایکس پاڼه په منځني ختیځ کې یو ځل بیا د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.

"تاریخ به پر موږ ټولو قضاوت وکړي"

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې چې «هر څوک باید خپل مسئولیتونه وپیژني، دا د حقیقت او ریښتیا ویلو شېبه ده، تاریخ به پر موږ ټولو قضاوت وکړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، په غزه کې د ۲ میلیونه ولسي وګړو لپاره بشري سیستم د تصور خلاف په ټپه ولاړ او له بشپړ سقوط سره مخ دی. ګوتريش همداراز بې قيد و شرطه د ټولو يرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ګوتریش زیاتوي چې هلته اړتیاوې ورځ په ورځ ډېرېږي له همدې امله باید اجازه ورکړل شي چې خلکو ته خواړه، اوبه، درمل او د سون توکي په وخت ورسیږي.