د پاکستان انتخابات، د عمران خان خپلواک نوماندان مخکښ دي
۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبهد رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، که څه هم د نوازشریف ګوند په پارلمان کې تر ټولو ستر واحد ګوند دی، خو د ۷۵ څوکيو په ګټلو د یو واضح اکثريت له کمښت سره مخ دی، په داسې حال کې چې د عمران خان د ګوند غړي چې په ټاکنو کې یې ځانونه خپلواک نوماندان اعلان کړي ول، هم ډیرې څوکۍ ګټلي دي.
د یو ائتلاف له پاره خبرو او د اعتراض کونکو له خوا د سړکونو د بندولو سره سره، لا هم روښانه نه ده چې په پاکستان کې به راتلونکی حکومت څوک جوړي.
د پاکستان د انتخاباتو کميسيون د رايو وروستۍ پايلي، د رای اچونې تر پای ته رسېدو ۶۰ ساعته وروسته اعلان کړې چې دغه ځنډ د وروستيو پايلو په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.
په پاکستان کې د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره یو نوماند باید په راتلونکو ورځو کې په ملي اسمبلۍ کې د ۱۶۹ څوکيو ساده اکثريت وښيي. د شریف په ګټه دغه شرط به د ائتلاف له پاره مذاکراتو کې مشخص شي. په مقابل کې به د عمران خان ملاتړ کونکي نوماندان هم وشي کړی په پارلمان کې واړه ګوندونه له ځانه سره يو ځای کړي تر څو په پارلمان کې د یو بلاک په توګه څوکۍ زېرمه کړي.
تر دې وړاندې رويټرز وايي د عمران خان پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی که چېرته د رایو نتایج تر شپې پورې خپاره نشي، د هیواد په سطحه به سولیزې مظاهرې په لاره واچوي.
که څه هم یوه ستره مظاهره درول شوې، خو د پولیسو یو افسر او یو موټر چلوونکي وويل چې په پېښور ښار کې د عمران خان په سلونو پلویانو د ترافيکو پر مخ لارې تړلي دي.
موټر چلوونکي شاه زمان خان وويل: «د پي ټي آی پلویانو د اعتراض په بڼه موټروې وتړله چې ورسره سم موږ دلته د سړک په سر بند پاتي یو.»
د پولیسو يوې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې د عمران خان د ګوند شاوخوا ۳۰۰ پلويانو د پېښور-اسلام آباد تر منځ لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
mks/akh/(Reuters)
له آرشیف څخه: