1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

داعش په کابل کې د برید پړه منلې ده

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. په دغه برید کې ۶ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/4kCjg
په دې انځور کې لیدل کیږي چې په کابل کې تر یوه برید وروسته ټپي روغتون ته لیږدول کیږي
آرشیف انځور: په کابل کې تر یوه برید وروسته ټپیان روغتون ته لیږدول کیږيانځور: AFP

داعش د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۳) د هغه ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه واخیست، چې یوه ورځ مخکې یعنې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د شپږو کسانو د مړينې او ۱۳ نورو د ټپي کیدو سبب شوی وو. دغې ډلې ادعا کړې ده چې د طالبانو د حکومت څارنوالي یې په نخښه کړې ده.
د دغې ډلې رسنیزې څانګې «اعماق» ویلي دي چې «ځانمرګي بریدګر تر هغې پورې انتظار وکړ چې د څارنوالۍ کارمندان رخصت شول» او بیا یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانته چاودنه ورکړه.

په کابل د طالبانو د پوليسو ویاند خالد ځدران ويلي دي چې د دغه ښار په سویل قلعه بختیار سیمه کې ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته انفجار وکړ. د پولیسو په حواله د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

ځدران په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «ټپيان پر خپل وخت روغتون ته لیږدول شوي او څېړنې روانې دي.» زدران زیاته کړې ده چې په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده. تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدلو وروسته په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی، خو سره له دې هم وخت ناوخته بریدونه کیږي.

واک ته له رسیدو وروسته طالبانو ژمنه کړې وه چې د امنیت ټینګښت ته به د خپلو کارونو په لومړيتوب کې ځای ورکوي.

د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګره ډله اوس هم په دغه هیواد کې فعاله ده او په وار وار یې د دا ډول بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. خو د چارواکو له خوا د دا ډول بریدونو تائید یا خو ډیر کم کیږي او یا هم پکې ځنډ لیدل کیږي.

د داعش په نوم ترهګرې ډلې پخوا هم په دغه هیواد کې په ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او شعیه میشته سیمو کې بریدونه کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز