دونالد ټرمپ څوک دی؟
۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبهدونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو اوسنی ټاکل شوي او پخوانی ولسمشر دی. هغه ټاکنې تر هغه چې یې آن تمه کیده له ډیرو ټاکنیزو رایو سره وګټلې. ترمپ تر دې مخکې له ۲۰۱۷ کال څخه بیا تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وو.
د ترمپ ملاتړې هغه د امریکا متحده ایالاتو ژغورونکی او یو اتل ګني چې د دیموکراتانو پر وړاندې به د جمهوري پالو د ارزښتونو ساتنه وکړي. خو د ترمپ منتقدین بیا وایي چې هغه یو محکوم شوی مجرم دی چې افراطي سیاستونه لري، چلن یې د سیاستوالو په څیر نه دی او له ټولنیزو رسنیو مسوولانه استفاده نه کوي.
ترمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنیزو مبارزو پر مهال د بیلګې په توګه ادعا کړې وه چې د اوهایو په سپرینګفید سیمه کې له هایتي هیواد څخه امریکا متحده ایالاتو ته راغلو مهاجرو د ځایي اوسیدونکو سپي او پشوګانې غلا کولې او بیا یې خوړلې. د هغه دغه ادعا ناسمه ثابته شوې وه.
که څه هم لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د ترمپ په دوهمه ولسمشریزه دوره کې به امریکا متحده ایالات او نړۍ له څه سره مخامخ شي، خو په تیره دوره کې د هغه سیاستونه کیدای شي د راتلونکو څلورو کلونو یو انځورو وړاندې کړي.
د ټاکنو د پایلې ردول، د امریکا پر کنګرې برید او پر ترمپ جرمي تورونه
د ترمپ پلویان له پیل څخه بیا تر اوسه پورې له هغه سره پاتې شوې دي. ترمپ د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې ونه منله او ادعا یې وکړه چې ولسمشري له هغه څخه «غلا» شوې ده. ډیر شمیر جمهوري غوښتونکو هم د هغه په خبره باندې باور وکړ. خو ډیر شمیر څیړنو او پلټنو بیا دغه ادعا غلطه ثابته کړې ده. خو پر دې سربیره هم ترمپ تر اوسه پورې ادعا کوي چې دیموکراتانو په ټاکنو کې درغلۍ کړې وې. یو شمیر محکمو د ترمپ دغه ادعا رد کړې ده.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې پر شپږمه نیټه د ښې اړخو یوې افراطي ډلې او د ترمپ ملاتړو په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې ودانۍ ته ننوتل او هڅه یې وکړه چې په کنګره کې د ټاکنو د پایلې د رسمي تأییدیدو مخه ونیسي. په همدې ورځ ترمپ خپلو پلویانو ته وینا کړې وه او هلته یې هم خپلې ناسمې ادعاوې تکرار کړې وې او خپلو پلویانو ته یې ویلي وو چې «که تاسو ښه سخته مبارزه و نه کړئ نو نور به کوم هیواد و نه لرئ». څارونکي وایي چې د ترمپ دغه خبرې او په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې سبب شوې چې یو ډله خلک د کنګرې ودانۍ ته ننوځي او ګډوډي رامنځ ته کړي.
د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په ۱۳مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس ترمپ استیضاح کړ. هغه وخت د ترمپ د ولسمشرۍ یوازې یوه اوونۍ وخت پاتې وو. هغه وخت د استازو د مجلس لسو جمهوري غوښتونکو غړو د استیضاح په حق کې رایې ورکړې وې. د امریکا سنا بیا یوه میاشت وروسته ترمپ ته برائت ورکړ. دغه استیضاح د جنورې د شپږمې نیټې د پیښو په تړاو شوې وه. په ۲۰۲۳ کال کې بیا ترمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د نه منلو په تړاو په څو مواردو تورن شوی وو.
د ترمپ وکیلانو بیا د دې پریکړې مخالفت وکړ او هغه یې د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې ته راجع کړه. سترې محکمې بیا حکم وکړ چې ولسمشران د رسمي چارو د پر مخ وړلو پر مهال معافیت لري. څارنوالانو بیا پر ټرمپ نور تورونه ولګول. دغه قضیه اوس هم په جریان کې ده.
ترمپ د ۲۰۲۴ کال تر ټاکنو مخکې په نورو مواردو کې هم تورن شوی وو. هغه په یوه مورد کې چې د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته یې د چوپ پاتې کیدو له پاره پیسې ورکړې وې، مجرم وپیژندل شو. خو ترمپ د دې پریکړې تر اعلان وروسته هم په تکرار سره ویلي دي چې بې ګناه دی. په دې قضیه کې قاضي د وروستۍ پریکړې اعلانول د ټاکنو د پایلې تر معلومیدو پورې ځنډولې دي. اوس چې دونالد ټرمپ ټاکنې ګتلې دي، روښانه نه ده چې هغه به په دې مورد کې سزا وویني او که نه. پر ترمپ همداراز د هغه د ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته د دولتي محرمو اسنادو د ساتلو تور هم لګول شوی دی. دونالد ترمپ یوې خبریالې ته هم ځکه په میلیونونو ډالر تاوان ورکړی دی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې هغه له جنسې لحاظه ځورولې وه او بیا یې وروسته هغه د دې خبرې په کولو بدنامه کړې وه چې ګواکې دروغ وايي.
ترمپ پر امریکا تمرکز لري؛ پلویانو یې د دې موضوع ملاتړ کوي
د ترمپ پلویان تر هڅه ډیر د هغه د دې ژمنې ملاتړ کوي چې «امریکا ته به تر هر څه ډیر لومړیتوب» ورکوي. ترمپ پر ناټو نیوکې کړې، د روغتیا نړیوال سازمان په څیر سازمانونو څخه یې خپل هیواد بهر کړي او د پاریس د اقلیم له تړون څخه هم وتلی دی. کله چې ولسمشر بایدن واک ته ورسید نو هغه بیرته له دې تړون سره یو ځای شو، خو ترمپ ویلي دي چې بیرته ترې وځي. که څه هم د هغه سیاستونو اروپایي متحدین په غوسه کړل، خو په امریکا متحده ایالاتو او نورو ځایونو کې یې بیا محافظه کاران خوشحاله کړل.
د ترمپ پلویان همداراز د هغه له دې سیاست څخه چې پر بډایه کسانو به مالیات کموي هم ملاتړ کوي.
د سوداګري او تلویزیون کې تجربه خو په سیاست کې پیل
د امریکا متحده ایالاتو ۴۷م ولسمشر د ۱۹۴۶ کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نیټه په نیویارک کې زیږیدلی دی. د ترمپ نیکونو په ۱۹مه پیړۍ کې د آلمان له کالشتاد ښار څخه امریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت کړی وو. ترمپ په ۱۹۶۸ کال کې د وارتن له پوهنتون څخه د اقتصاد له څانګې فارغ شو.
هغه په ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو کې د خپلې کورنۍ د جایدادونو تجارت ته وده ورکړه. هغه د «ترمپ سازمان» مشر دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې هوټلونه، کسینوګانې او د ګالف سپورت لوبغالې لري. د ترمپ ډیر تجارتونه په تیرو څو سلیزو کې ډیوالي شوي هم دي.
ترمپ همداراز د نشراتو په نړۍ کې هم د «اپرانتس» خپرونې له پرمخ وړلو سره ډیر شهرت ترلاسه کړ. دغه خپرونه په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوه چې په کې ګډونوالو د ترمپ له سازمان سره د یو کلن قرارداد له پاره یو له بل سره سیالي کوله.
پر رسنیو نیوکې او د مهاجرت په برخه کې سخت سیاستونه
د ترمپ د ولسمشرۍ پر مهال د هغه ادارې له رسنیو سره جنجالي اړیکه لرله. ترمپ هغه وخت د رسنیو په تړاو داسې ادعاوې کړې وې چې ناسمې ثابتې شوې دي. ترمپ ډیر وخت هغو رسنیو ته چې پر ده نیوکې کوي د «دروغجنو رسنیو یا Fake News» عبارت کاروه او خپل ملاتړي یې قانع کړي ول چې رسنیو د هغه د شخصیت په اړه داسې ناسم معلومات خپرول چې ورته یې زیان رسوه.
ترمپ همداراز د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د مهاجرت سخت سیاستونه تعقیب کړل او ځینې وخت یې داسې څرګندونې هم وکړې چې د ډیرو کسانو له نظره نژاد پالونکې وې. هغه د مکسیکو مهاجر «جنسي تیري کوونکي او مجرمین» بللي دي. هغه له مکسیکو سره د امریکا متحده ایالاتو پر پوله د یوه دیوال د جوړولو ژمنه هم کړې وه چې په خبره یې پیسې به یې مکسیکو ورکوي. مکسیکو هیڅ کله هم د دې دیوال د جوړولو پیسې ور نه کړې. د ترمپ د ولسمشرۍ د لومړي دور له پای ته رسیدو سره د هغه ادارې ۷۳۲ کیلومتره دیوال جوړ کړی وو. پر دغه دیوال باندې ۱۶ میلیارده ډالر لګښت راغلی وو.
د ترمپ د مهاجرت د سیاستونو په پایله کې د لاتیني امریکا مهاجر د امریکا پر پوله بند پاتې شول او ماشومان له خپلو والدینو بیل شول. هغه وخت داسې انځورونه وښوول شول چې ماشومان له خپلو والدینو جلا د زندان په خونو کې ساتل کیدل چې له کبله یې په امریکا متحده ایالاتو او نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپاریدل. خو د ترمپ ادارې بیا ټینګار کاوه چې دغه سیاستونه دمهاجرو د څپې د مخنیوي له پاره اړین ول.
لومړۍ استیضاح او د کرونا ویروس
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د ترمپ د استیضاح چارې پیل شوې. هغه د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر وو چې له دې حالت سره مخامخ شو. داستیضاح چارې له دې کبله پیل شوې چې د استازو په خبره ترمپ اوکراین ته د مرستو لړۍ ځکه درولې وه چې غوښتل یې دغه هیواد د هغه په بیا ټاکنه کې مرسته وکړي. ویل کیدل چې ترمپ له اوکراین څخه غوښتي وو چې د ولسمشر جو بایدین د زوی هنتر بایدن په اړه څیړنې وکړي.
ترمپ دغه ټول تورونه رد کړل. خو د استازو مجلس پر ترمپ باندې له واک څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د مخنیوي تورونه ولګول. د امریکا سنا چې هغه وخت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې وه بیا پر ترمپ دغه دواړه لګیدلي تورونه رد کړل او په دې ترتیب بیا ترمپ په واک کې پاتې شو.
د کرونا ویروس خپریدلو هم د ترمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره اغیزمنه کړه. په امریکا متحده ایالاتو کې د نورو بډایه هیوادونو په پرتله د هغو کسانو شمیر لوړ وو چې د دې ویروس له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ترمپ بیا پر دې ټینګار کاوه چې وضعیت باید ژر نورمال شي او د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي محدودیتونه باید ژر له منځه ولاړ شي. دا هغه څه ول چې روغتیایي کارپوهانو یې مخالفت کاوه. د ترمپ منتقدین وایي چې د هغه سیاستونه د دې سبب شول چې په زرونو کسان د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
درې ودونه، پنځه اولادونه
ترمپ په ۲۰۰۵ کال کې مالینیا کناوس سره واده وکړ چې سلوانیا له هیواد څخه یوه ماډله وه. د ترمپ او مالینیا د واده ثمره یو زوی دیچې بارون ترمپ نومیږي. ترمپ تر دې مخکې له فلمي هنرمندې مارلا ماپلیس سره واده کړی چې له هغې میرمنې یوه لور لري. لور یې تیفیني نومیږي. د دونالد ترمپ لومړۍ میرمن ایوانا زیلنیکوا نومیږي چې درې اولادونه لري: دونالد جینیور، ایوانکا او ایریک.
دونالدترمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پر شپږمه نیټه د دویم ځل له پاره د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. د وخت په تیریدو سره به روښانه شي چې هغه به په دې دوره کې کوم سیاستونه غوره کړي او ترې به څرنګه یو میراث پاتې شي.