1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي کوریا له روسیې سره دفاعي تړون تصویب کړی دی

۱۴۰۳ آبان ۲۲, سه‌شنبه

د تصویب دغه اعلان د اوکراین له هغې اعلامیې څخه څو ورځې وروسته کيږي چې ویلي یې ول ځواکونو یې د روسیې په کورسک سرحدي سیمه کې د شمالي کوریا له ځواکونو سره جګړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4mvGX
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ یوه چارواکي وویل چې د شمالي کوریا د رهبر کم جونګ اون د حکم په توګه دغه تړون تصویب شوی دی. انځور: GAVRIIL GRIGOROV/AFP/Getty Images

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۲ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې هیواد یې له روسیې سره دوه اړخیز دفاعي تړون تصویب کړی دی. د دې موافقې پر اساس له دواړو خواو څخه د وسله وال برید په صورت کې د یوه بل مرستې ته د رسېدلو غوښتنه شوې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت په دې وروستیو کې دا خبره تائیده کړې وه چې د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې یې د شمالي کوریا له ګومارل شویو پوځي واحدونو سره د ځواکونو نښتې شوې دي، چې تر هغې څو ورځې وروسته د دې موافقې اعلان وشو.

د شمالي کوریا رسنیو د تړون په هکله څه ویلي؟

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ یوه چارواکي وویل چې د شمالي کوریا د رهبر کم جونګ اون د «حکم په توګه دغه تړون تصویب شوی دی.»

آژانس ویلي دي: «تړون به له هغې ورځې څخه د اجرا وړ وي، چې دواړو اړخونو د موافقې اسناد تبادله کړي دي.»

تیره اونۍ د روسیې قانون جوړوونکو هم د دغه تړون په حق کې رایه ورکړې وه، چې تر هغې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هغه لاسلیک کړ. اوس شمالي کوریا د دې تړون د تصویبولو اعلان کړی دی.

پوتین په جون میاشت کې پیونګ یانګ ته د خپل سفر پر مهال له شمالي کوریا سره د ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړی و. په دې تړون کې دا شرط هم ایښودل شوی و چې که په یوه له دغو دواړو هیوادونو برید وشي، نو دویم هیواد به ورته «بې له ځنډه» پوځي مرسته رسوي.

شمالي کوریا روسیې ته خپل عسکر استولي

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چون سون هویې، په دې وروستیو کې د مسکو دوره کړې وه او د اوکراین پر ضد یې د روسیې جګړه د «مقدس کوښښ» په بللو سره ویلي و چې پیونګ یانګ به «د بریالیتوب تر ورځې پورې له خپلو روسي دوستانو سره په کلکه ودریږي.»

سویلي کوریا، اوکراین او لویدیځ هیوادونه وایي چې شمالي کوریا په دې جګړه کې د روسیې د ملاتړ له پاره خپل نږدې ۱۰۰۰۰ عسکر په روسیه کې ګومارلي یا ځای پرځای کړي دي.

لویدیځ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې پر پیونګ یانګ دا تور هم لګوي چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې مسکو ته د توپخانې مرمۍ او توغندي هم ورکوي.

تیره اونۍ د «جي۷» ډلې هیوادونو د پیونګ یانګ او مسکو تر منځ مخ پر ډیریدونکې همکاري وغندله او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا پوځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړونونو په نقضولو سره د بالستیک توغندیو د استعمالولو روزنه ترلاسه کولی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز