1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ۸۰ میلیارده پانګونه کوو»

زمزمه نیازۍ | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۵, شنبه

مایکروسافټ تکل لري د مصنوعي ځیرکتیا د ډیټا د مرکزونو د پراختیا په برخه کې ۸۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.د دغې پانګونې له نیمایي ډیره به روان مالي کال په امریکا کې کیږي. چې د مایکروسافټ مالي کال تر جون ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4ooVp
د دغې پانګونې تر نیمایي ډیره په امریکا کې کیږي.
د مایکروسافټ ۸۰ میلیارده ډلره پانګونه سږ مالي کال کیږي.انځور: Jakub Porzycki/NurPhoto/picture alliance

د مایکروسافټ کمپنۍ د جمعې په ورځ د ( جنورۍ په دریمه) وویل په ټوله نړۍ کې یې د مصنوعي ځیرکتیا د نویو موډولونو او روزنې لپاره نوي پلانونه په نظر کې نیولي.

مایکروسافټ د مصنوعي ځیرکتیا د سافټویرونو په کارولو کې مخکښ دی.له چټ جي پي ډي(ChatGPT) او اوپن آې آی (OpenAI) سره د څو میلیارډي تړون په مرسته هڅه کوي چې خپل ټول محصولات پکې ادغام کړي.

پوهه: مصنوعي ځېرکتيا د مسلکي کارګرو له خلا سره مبارزه کوي

مایکروسافټ کمپنۍ دا تضمینوي چې د مصنوعي ځیرکتیا سافټویر چې اټومي انرژي تامینوي په پراخه کچه د بیلابیلو ډیټاو په مرسته روزل شوی او پراخو کمپیوټري سرچینو ته اړتیا لري.

د ډیټا لوی مرکزونه چې د دغه کار لپاره اړین دي خورا ډیرې بریښنا ته اړتیا لري.

د کمپیوټر په مرسته د تولید شوو عکسونو له پاره کوم قواعد شته؟

په تیر مني کې اعلان وشو چې د امریکا متحده ایلاتو یوه له کاره لویدلې د اټومي بریښنا فابریکه به د مایکروسافټ د ډیټا مرکزونو د بریښنا له پاره بیرته په کار پیل وکړي.

دغه شرکت هوکړه کړې چې د شلو کلونو لپاره به له دغې فابریکې بریښنا پیري. دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د اټومي بریښنا یوه له کاره لویدلې فابریکه بیرته کار پیلوي.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.